د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د چين د سپورت او بدنی روزنې عمومی ادارې مشر او د چين د اولمپيک د کمېټې مشر ليو پنګ چې اوس په مکسيکو کې په خپل سفر بوخت دی، د جون په پنځمه نېټه په سيمه ازي وخت په يوه مطبوعاتی غونډه کې وويل د بېجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو لپاره د جمنازيمونو ابادۍ، تبليغاتی فعاليتونو، د بازراونو د پراخولو، معلوماتی اړيکو او د امنيت د ساتلو په شمول کارونه په سالمه توګه روان دي. هغه زياته کړه چې ټول څلور ديرش جمنازيمونه او ستيديومونه به د ٢٠٠٧ کال تر پايه پوری جوړ شی.
|