<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-06 17:57:38    
مشهوره او بريالی صنعتګره تانګ وي .

cri

د چين د جيا سو ولايت په شوې جو ښار کې يوې ښځې په تېرو لسو کلونو کې له هغو يو زر تنه بی کارو ښځو سره د خپلو زحمتکښو لاسونو له لارې د هوايی ډګر ، د عمومی بسونو تم ځايونو ، روغتونونو او پوهنتونونو پاکولو دندې په غاړه درلودې . دغه ښځه تان وي نوميږي او د شوې جو ښار د دا تانګ وي يی په نامه د ودانيود ادارې شرکت مشره ده .

د ښځې او ټولنې په نننی پروګرام کې به تاسو ته د دغی مشهورې او بريالې صنعتګرې تانګ وي په اړه يو څه لنډ معلومات وړاندی کړو .

لس کاله مخکې ، د شوې جو په ښار کې د بېلا بېلو وادنيو د ادارې چارو ښه پرمختګ نه دی کړی . خو په هغه وخت کې تانګ وی چې د کارونو د نظام د اصلاحاتو له امله له فابريکې څخه اضافه دنده شوه ، په دغه حساس وخت کې يی پر وخت يو مناسب فرصت ونيو. هغې له نورو اتو تنو اضافه دندو شويو ښځو سره يو ځاي د شوې جو په ښار کې د ودانيو د پاکولو چارو لومړنی شرکت جوړ کړ چې د شوی لي هونګ په نامه نوميده . له دې وروسته دغه شرکت په بريالی ډول د شوی جو د ګوان ين هوايی ډګر د پاکولو او د شوی جو د هوای های واټ د پاکولو دندې په غاړه واخيستې .اغلی تانګ د خپل لومړنی شرکت له برياليتوب وروسته نور څو شرکتونه هم جوړ کړل . په تېرو لسو کلونو کې دغو شرکتونو د شلو ميليونو يوانو ماليات دولت ته ورکړي او د څه دپاسه لس زره تنه اضافه شويو

کارګرانو ته يي د کارونو فرصتونه برابر کړي دي . نو له دې امله يی په ولايت او

بيا ټول هېواد کې ډېر شهرت وموند او د يوې نمونوي ښځې وياړيې تر لاسه کړ .

د شوي لي هونګ شرکت په سلو کې نوی برخه کارکوونکي له رسمی کار څخه اضافه شوي ښځې وې چه ښوونيزه کچه يي ټيټه ، د کورنۍ دندې يي ډېرې درنې او کوم ځانګړي استعداد يی نه درلود . نو تانګ وي د دوي تخنيکې روزنې ته د زياتې پاملرنې تر څنګ د افکارو ، ارزښتونو او له خپلو تصديو سره د مينې له لحاظه دوی ته ښه روزنه ورکړه چه په پای کې ټول کارکوونکي د ښه مسلکي اخلاقو او اعتبار څښتنان شول . د بيلګې په توګه د دغه شرکت يوې کارکوونکې لي شيو وي يوه ورځ په بانک کې د چاپيريال پاکولو په وخت کې شپږ سوه شپيته امريکايی ډالر پر ځمکه وموندل . که څه هم لي شيو وي يوه اضافه شوی کارګره وه، خو پيسی يي بيرته خاوند ته ورکړې . د لي شيو وي دغه عمل د شوې لي هونګ شرکت د ښه اعتبار څرګندوی دی .

تانګ وي له کار څخه له اضافه شويو ښځو سره همدردي او ورته پاملرنه کوي او تر وس پورې دوي ته کارونه برابروي چه دا د اغلی تانګ دايمی ايمان او هيله ده . کله يی چې شرکت له ستونزو سره مخامخ شو ، نو بيا يی هم کارکاوونکيو ته د معاش ورکولو لپاره له خپل مور څخه شل زره يوانه يور واخيستل چه له امله يي زيات شمېر کارکوونکي ډير متاثر شول .

تانګ وي تل خيريه چارو ته پاملرنه کوی هغې د هيواد د لويديځو سيمو له بي وزلو ماشومانو سره يي مرستې کړې او بيا د چين د ښځو د پرمختيايي صندوق له خوا له لويديځو سيمو سره د مرستې د استازې په توګه وټاکل شوه .

د ډېرو ستونزو د له منځه وړلو وروسته تانګ وي تازه د شوې جو د دا تانګ وي

يی په نامه د ودانيو د ادارې شرکت جوړ کړ . دا پلان لری چې په راتلونکيو لسو کلونو کې په شوې جو ښار کې د پانګو راغونډولو لپاره زر لويې کورني او بهرني تصدي راجلبې کړي او د ځايي منځنيو او کوچنيو تصديو د پرمختګ لپاره کوښښ وکړي چې لا زياتو بيکارانو ته د کار فرصتونه برابر کړي .

اوس څه دپاسه لس بهرنيو تصديو له شوې جو څخه کتنې کړې او له تانګ وي سره يي د همکارۍ غوښتنليکونه لاسليک کړي دی . د دې تر څنګ به څه دپاسه شل پروګرامونه پيل شي . تانګ وي پريکړه کړی چې د دا تانګ وي يی شرکت په چين کې د ودانيو د ادارې په چارو کې په يو ډير تکړه شرکت بدل شي . دا غواړی په شوې جو ښار کې د کورنيو او بهرنيو تصديو د پانګو جلبولو لپاره يوه ښه زمينه برابره کړي او د شوې جو ښار د اقتصادي پرمختګ او ټولنيزې پياوړتيا لپاره خپل اړين خدمتونه تر سره کړي .