<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-06 17:58:45    
د چين د معيوبينو سپورتي لوبې

cri

ګرانو اوريدونکو د سپورت نړۍ په ننني پروګرام کې به د چين د معيوبينو د سپورتي لوبو په باب يو لړ معلومات تاسو ته وړاندې کوو٠

محترمو دوستانو په نړۍ کې يو شمير داسي ځانګړي سپورتي لوبغاړي شته چې که څه هم ددوي وجود بشپږ غړي نه لري خو د عادي لوبغاړو په شان کلکه اراده او سپورتي مهارتونه لري ، دغه ډله معيوب سپورتي لوبغاړي دي ، په چين کې ډېر معيوبين د خپلې وړتيا د څرګندولو لپاره په سپورتي لوبو کې ګډون کوي ، د معيوبينو د المپيک ديارلسمې سپورتي لوبې به په ٢٠٠٨ کال کې د چين په پلازمينه بيجينګ ښار کې ترسره شي ، دغه لوبې د دوي لخوا د خپل ځان دښودلولپاره يوه ډېره ښه موقع ګڼل کيږي ، په ننني پروګرام کې به مونږ د چين د معيوبينو سپورت ته لنډه کتنه وکړو٠

په دې وروستيو ورځو کې د چين د معيوبينو د المپيک سپورتي کميټې په يوه مطبوعاتي غونډه کې خبريالانو يوه اوولس کلنه ورزشکاره وروښودله ، د سپورتي کميټې چارواکي د پيژندنې له مخې دغه نجلۍ وانګ لي جينګ نوميږي او د زيږيدنې وروسته ړنده شوې او له کوچنيتوب څخه تر پيغليتوب پوري په توره تياره کې ژوندکوي ،که څه هم نجلۍ وانګ لي جينګ ړنده شوې خو هغه له ژوند سره ډېره مينه لري او د سپورت په برخه کې يې خپل ځانګړتيا ښودلې ده ، په کوچنيتوب کې هغې د جودو په سپورتي ورزش پيل وکړ، اوس هغه د چين په ړندو لوبغاړوکې د جودو يوه ډېره ښه ورزشکاره ګرځيدلې او د چين د معيوبينو د المپيک

د سپورتي کميتې لخواد يوې داسي لوبغاړې په توګه ټاکل شوې چې په نړيوالو لوبو کې د سرو او سپينو زرو د مډالونو د ګټلو توان لري ٠ د خبريال هغې پوښتنې ته چې ايا د ړندو ورزشکارانو په وړاندې ډېره لويه ستونزه کومه ده ؟ نجلۍ وانګ ليي جينګ د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل ====== اواز ١ ====== د جودو په برخه کې که يوعادي ورزشکار وي ، نو هغه وکړای شي چې په خپلو سترګو د سپورتي روزونکي حرکتونه وګوري او نسبتأ په اسانه توګه تمرين وکړي، خو مونږ هيڅ شی نشو ليدلي ، مونږ مجبوريو چې په خپلو ﻻسونود روزونکي حرکتونه احساس کړواو په تګرار سره تمرينات کوو٠ نجلۍ وانګ لي جينګ هره ورځ پنځه ساعته او په هره اوونۍ کې د شپږو ورځوسپورتي تمرينات ترسره کوي ، سپورتي تمرينات او لوبې د وانګ لي جينګ د ژوند اصلي برخې دي ، امکان لري چې دغه بي خونده ژوند د معمولي خلکو لخوا نه زغمل کيږي خو نجلۍ وانګ لي جينګ تري ډېر خوند اخلي ، هغې وويل ==== اواز٢ ==== سپورتي ورزش پر ما ډېره اغيزه کړې ده ، کله چې ما د جودو په سپورتي ورزش پيل وکړ، زما اراده نوره هم کلکه شوې او د زحمت کښلو توان مې هم زيات شوی دی ٠

د نجلۍ وانګ لي جينګ په شان معيوبين چې سپورت ته پوره پاملرنه ورکوي او غواړي د سپورتي لوبو له ﻻرې خپل ځاني وښيي په چين کې ډېر زيات دي ، دوي د چين د معيوبو سپورتي لوبغاړو څخه يوه عمده برخه ده او د معيوبينو د المپيک په تيرو سپورتي لوبو کې يې ډېر ښه برياليتوبونه ترلاسه کړي دي ، په ٢٠٠٤ کال کې د أتن د معيوبينو د المپيک په سپورتي لوبو کې د چين درېويشتو معيوب ورزشکارانو نهه ويشت ځله نړيوال ريکارډونه مات کړل او د سروزرو د مډالونو شمير يې تر ټولو زيات و٠ ډېر خلک باور لري چې د چين معيوب ورزشکاران به په ٢٠٠٨ کال د بيجنګ د المپيک په سپورتي لوبو کې ﻻزيات برياليتوبونه ترلاسه کړي ٠

خو د چين د معيوبينو د المپيک د سپورتي کميټې د دايمي مرستيالې ميرمن جاوسو جينګ وويل د المپيک په سپورتي لوبو کې د سروزرو د مډالونو ګټل د چيني معيوب لوبغاړو يوازنې موخه نه ده ، هغه وويل ===== اواز ٣ ======= زمونږ د معيوب ورزشکارانو لپاره ډېر مهم دا دی چې نړيوالو ته خپله ښه روحيه او ځاني وړتيا وښيي ،په بله ژبه د چين د معيوبينو په توګه دوي هم کولای شي چې خپل وطن ته نوم او نښان راوړي ، دوي پر دې وياړمن دي ٠ نو له دې امله دوي په سپورتي تمريناتو کې ډېر کوششونه کوي ، ميرمن جاو سو جينګ زياته کړه چې د معيوبينو په سپورتي چارو کې تر ټولو مهم ټکی دا دی چې ﻻزيات معيوبين د سپورتي ورزشونو له ﻻرې د ژوند خوند ترلاسه کړي ، خو اوس د معيوبينو په وړاندې ځيني ستونزې شته چې د چين په مختلفو ځايونو کې د دوي د سپورتي ورزش لپاره سپورتي تجهيزات او تاسيسات کم دي ، که څه هم د چين د زياتو ښارونو د وګړو د اوسيدا په سيمو کې سپورتي تجهيزات ليدل کيږي ، خو د معيوبينو لپاره سمبال او د رول شوي سپورتي تجهيزات او تاسيسات بيخي لږ دي ، د ميرمن جاو سو جينګ په أند د دغو ستونزود حلولو لپاره ﻻرې چارې هم لټول کيږي ، هغې وويل ==== اواز٥ ======== د بيلګې په توګه کيدای شي چې د اوسنيو سپورتي تجهيزاتو او تاسيساتو په څنګ کې د ړندو کسانو لپاره ځانګړي خبرداري وليکل شي او له دې لارې ړنده کسان وکولای شي چې دغه سپورتي تجهيزات استعمال کړي ، برسيره پردې حکومت هم کولای شي چې د معيوبينو لپاره ځانګړي سپورتي تاسيسات او تجهيزات جوړکړي ، ميرمن جاو زياته کړه چې له اوسه په ٢٠٠٨ کال کې د معيوبينو د المپيک د ديارلسمو سپورتي لوبود ترسره کولو تدارکاتي کارونه روان دي ، مونږ هيله لرو چې د دغو سپورتي لوبو له ﻻرې د چين د معيوبينو ولسي سپورتي فعاليتونه پرمخبوزو، دا په راتلونکو کلونو کې زمونږ مهمه دنده ده ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځايه پاي ته ورسيد نيکمرغه او خوشاله اوسی ٠