د سين هوا خبری اژانس د پاکستان د داون ورځپاڼې د روانی مياشتی په شپږمه نيټه د يو راپور له مخی خبر ورکړ چی د ولسمشر پرويز مشرف او صدراعظم شوکت عزيز له اړوندو لارښوونو سره سم د پاکستان پوليسو د اټک په سيمه کی د بهرنيو انجنيرانو او نورو فنی افرادو د امنيت ساتلو لپاره يو پلان جوړکړی دی .
د دغه پلان له مخی د اټک په هغو ټولو ځايونو کی به پوليس او امنيت ساتونکی ځای پر ځای شی چی پکی د بهرنيو شرکتونو کارکوونکی اوسيږی او کار کوي . دغه راز د اټک پوليس به په خپله سيمه کی د افغان کډوالو فعاليتونه تر جدی څارنی لاندی ونيسی او د ټولنی د امنيت او نظم ساتلو لپاره به د لغوه شويو مذهبی موسسو او نورو ورانکارانو د ناوړه فعاليتونو مخه ونيسی .