د پخوانی شوروی اتحاد د اوږدې ځغاستې لوبغاړی کوڅ په ١٩٥٦کال کی د ملبورن د اولمپيک د سپورتی لوبو مخکی د اتلتيک لوبو په نړيواله ساحه کی ډير شهرت وموند . برتانوی لوبغاړی پيلی هم په همدی ساحه کی يو ډير مشهور ورزشکار ګڼل کيده . دوی دواړو څو څو ځله سره سيالی وکړې او کله کوڅ او کله پيلی بری وموند . د ملبورن په دغو سپورتی لوبو کی دوی دواړو د لسو زرو مترو واټن ځغاست په مسابقه کی برخه واخيسته . د سيالی له پيل مخکی د کوڅ روزونکی د پيلی د هغه تاکتيک پرضد چی د کوڅ پسی يی منډی ووهله ، د هغه لپاره په څو شکلونو سره د منډی وهلو تاکتيک جوړ کړ چی له امله يی په پای کی پيلی له کوڅ څخه څه د پاسه يوه دقيقه وروسته پاتی و ، او کوڅ د اولمپيک د سپورتی لوبو د اوږد واټن په ځغاسته کی د پخوانی شوروی اتحاد لومړنی اتل شو . يوه ورځ وروسته په ٥٠٠٠ مترو مسابقه کی لوبغاړی کوڅ خپل دوهم طلايی مډال وګاټه ،خو لوبغاړی پيلی يوازی يو د سپينو زرو مډال ترلاسه کړ . ددغو لوبو له پای ته رسيدو وروسته په يوه ورځپاڼه کی په دی اړه داسی ليکل شوی چی کوڅ يوه پيشو او پيلی يوازی يو موږک دی ، طبيعی ده چی موړک له پيشو څخه وروسته پاتی و .
*د مور په کچه د غوټی وهلو اتله
د امريکا د غوټی وهلو لوبغاړې ) Mccormick ( مکورميک لومړنی او هم يوازنی اتله وه چی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی څلور طلايي مډالونه وګټل . په ١٩٥٢ او ١٩٥٦ کال کی يی داولمپيک په دوو ځلو سپورتی لوبو کی د غوټی وهلو په لوبو کی د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل . دغه راز د ١٩٥٦کال د اولمپيک په سپورتی لوبو کی له ګډون ٥ مياشتی مخکی يی يو زوی زيږولی او د مور په کچه لوبغاړی وګرځيده . د اميدوارۍ په موده کی به ميرمن مکورميک هره ورځ لا هم د لامبووهلو پر تمرينونو ټينګار کاوه او فاصله به يی لږ تر لږه له نيم ميل څخه زياته وه . ددغو هلوځلو له لاری يی داسی ريکارډ ټينګ کړی چی د ملبورن د اولمپيک په سپورتی لوبو کی يی د غوټی وهلو په لوبو کی څلور مډالونه وګټل .
* د اتو سوو مترو په منډه کی يو دردونکی طلايی مډال
د ملبورن د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د اتو سوو مترو ځغاستې په لوبه کی برخه والو لوبغاړو سخته سيالی سره وکړه . د دغی مسابقی په پيل کی امريکايی لوبغاړی کارتني له نورو څخه مخکی شو ، ورپسی بل امريکايی لوبغاړی انولد ورڅخه مخکی منډه ووهله . خو د مسابقی له وروستنی ځای څخه په ٦٠ مترۍ کی د برتانيا لوبغاړی جونسن له دوی څخه مخکی او د ناروی لوبغاړی بويسن هم ورسره برابر شو چی ٤ تنو يو له بل سره شديده سيالی وکړه . د دغې مسابقی له پای ته رسيدو وروسته لوبغاړی کارتنی د دغی منظرې د يادونی په ترڅ کی وويل ، په هغه وخت کی می فکر وکړ چی دا د طلايی مډال دګټل يوازنی فرصت و ، نو د بدن د دردونو او ستړتيا په نظر او پام کی نه نيولو سره می په لوی ګام سره مخکی منډه ووهله او بالاخره له نورو مخکی وروستنی ځای ته ورسيدم . له دغی لوبې وروسته کارتنی د ټول
بدن زيات درد احساس کړ او فکر يی وکړ چی که ژوندی پاتی شم ، نو د ټول عمر لپاره به له منډې وهلو څخه خدای پامان وکړم .
* له يووالی څخه ډک اختتاميه مراسم
د اولمپيک ١٦می سپورتی لوبی د ١٩٥٦کال د دسمبر په اتمه نيټه پای ته ورسيدې او د پای ته رسيدو په مراسمو کی نندارچيانو په حيراتيا سره وليدل چی ټول لوبغاړی سره يو ځای په خوشحالی سره د لوبغالی ډګر ته ننوتل او نه د هيوادونو او سيمو له مخی په قطارو سره ننوتل . ورزشی ډګر ته د لوبغاړو د ننوتلو په اړه دغه ډول نوی او په زړه پوری شکل د يو ١٧ کلن چينايی زلمی له تجويز سره سم رامنځ ته شو چی په استراليا کی زيږيدلی دی . هغه د اولمپيک د دغو سپورتی لوبو تنظيموونکی کميټې ته په ليک کی وويل ، د لوبو د پای ته رسيدو په مراسمو کی د بيلا بيلو هيوادونو لوبغاړی د يوه هيواد په نامه د نندارچيانو په وړاندی ښکاره شی او له دی لاری به نړيوال جګړه ، سياست او تابعيت له ياده وباسی . دا به يوه ډيره مجلله او ستره منظره وی چی خلک يی د تل لپاره په خپل ياد کی وساتی .