د چين د بين المللې راډيو د خبر له مخې : په افغانستان کې د امريکايی ځواکونو د جون په اومه نېټه د دې خبر تصديق کړ چې په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ګډ ځواکونو د تېر اونۍ تر پايه پوری په يو لړ نظامی عملياتو کې د دغه هېواد په جنوبی او شمالی برخو کې دوه ويشت تنه وسله والو کسان ووژل شول .
په دې جمله کې دغو ځواکونو په اوروزګان کې ديارلس تنه ، په هيلماند کې پنځه تنه او په زابول او پاکتيکا کې څلور تنه وسله والو کسان ووژل او تر دې څنګ دوه تنه امريکايی عسکر ټپيان شول .
د روان کال له سر څخه د طالبانو قواوو د افغانستان پر حکومت او بهرنيو ځواکونو باندی لا زيات بريدونه وکړل . يوازی په می کی څه دپاسه څلور سوه تنه په دغو بريدونو کې مړه شول .