<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-07 18:35:53    
د ټولنيزې مور په نامه فعاليت کې يو زر اتو سوو څلور نوي تنو بي وزلو زده کونکو ګټې تر لاسه کړي دي

cri

ګرانو اوريدونکو که څه هم په دي وروستيو کلونو کې د چين اقتصادي چارو ستر پرمختګ کړي ، خو په نړۍ کې چين لا هم يو پرمختيايي هيواد دي او په يو شمير ليري غرنيو سيمو کې يي اقتصادي حالت لا هم وروسته پاتي دي او د اقتصادي ستونزو له امله يو شمير بي وزلي ماشومان مجبورأ په ښونځيو کې له زده کړو بې برخه شوي دي ٠ دغو ماشومانو ته د مرستې ورکولو له پاره په چين کې په وار سره د هيلې په نامه پروګرام او د څون لي په نامه پروګرام تر سره شوي چه موخه يي په عمده توګه د بي وزلو ماشومانو د روزنې له پاره مرستې برابرل دي ٠

د هيواد د دغو فعاليتونو سره د همکارۍ په موخه د چين په مختلفو ځايونو کې د بيلا بيلو درجو حکومتونو او اړوندو څانګو او سازمانونو هم بيلا بيل مرسته ورکونکي فعاليتونه تر سره کړي دي ٠ مثلأ په ١٩٩٨ کال کې د چين د شان دونګ ولايت د وي هاي په ښار کې د ښځو دټولنې له خوا د تولنيزې مور په نامه فعاليت رامنځته شوي دي ، د دغه فعاليت د پيل په لومړي ورځ د وي هاي ښار يو شمير ښځينه کدرانو ځاي پرځاي دوه زره پنځه سوه او پنځوس يوانه په بسپنه وړاندي کړي او په همدغه وخت کې اوو تنو کدرانو د څو تنو بي وزليو ماشومانو او يتيمانو سره د مرستو دنده ومنله ٠ د نهو کلونو راهيسي په دي ښار کې يو زر اته سوو څلور نويو تنو ماشومانو له دغو مرستو څخه ګټې اخيستي دي ٠ دغه راز په دي ښار کې څه د پاسه اويا زرو تنو ښځو بي وزلو ماشومانو ته مرستې برابرې کړي دي ٠ همداشان د ټولنيزې مور په نامه په فعاليت کې ګډون کونکي هم ډير زيات شوي دي چه په دي کې حکومتي مامورين ، شخصي سوداګران ، تقاعد شوي کارګران ، په بهر کې چيني اوسيدونکي او بهرنيان شامل دي ٠

د وي هاي ښار اوسيدونکې ميرمن جوان لږه موده د مخه د يوې ښونځې زده کونکې وانګ لي لي يو ليک تر لاسه کړ ٠ نجلۍ وانګ لي لي په ليک کې وويل چه زه له تاسو څخه ډيره ډيره مننه کوم چه ما ته مو مرستې راکړي دي ٠ زه بايد په کوشش سره درس ولولم او ستاسو د مننې ځواب درکړم ٠ ميرمن جوان وويل څلور کلونو مخکې په يوه ورځپاڼه کې د يو شمير ډير غريبو ماشومانو په باب حالت نشر شوي وه ، کله چه ما دغه ورځپاڼه ولوسته ، سم د لاسه مي پريکړه وکړه چه دغو بي وزلو ماشومانو ته مرستې ورکړم ٠ په پاي کې ميرمن جوان نهه تنه بي وزلي ماشومان وټاکل او خپلې مرستې يي ور ته برابري کړي ٠ د څلور کلونو راهيسي ميرمن جوان څه د پاسه شل زره يوانه برابر کړي دي ٠ هغې وويل که يوازي ماشوم درس لوستل غواړي ، دوي ته به زما مرسته دوام ولري ٠ لکه د ميرمن جوان په شان دغسي خلک ډير زيات دي مثلأ تقاعد شوي سپين سرې ميرمن ليان وي لان که څه هم په خپل ژوند کې دومره شتمنه نه ده ، لا هم هره مياشت له خپل معاش څخه سل يوانه يو بي وزلي ماشوم ته ورليږي څو چه درسونه يي دوام ولري ٠

د وي هاي ښار د ښځو د ټولنې د پلټنې له مخې د ټولنيزې مور فعاليت له لارې ډير هغه ماشومان چه د کورني اقتصادي ستونزې له امله په روزنه کې بي برخه شوي ، اوس بيا بيرته ښونځيو ته ستنه شوي او يو ځل بيا يي د پوهي د تر لاسه کولو فرصتونه پيدا کړي دي ٠ تر اوسه پوري له دوي څخه پر ډيرو زده کونکو نهه کلنه اجباري روزنه بشپړه شوې او په همداغه وخت کې دغه بي وزلي ماشومان او يتيمان په ټولنيزه لويه کورنۍ کې د مينې له نعمت څخه برخمن دي او د ژوند په وړاندي د دوي هيله او جرات هم پياوړي شوي دي ٠ د اړوندې پلټنې له مخې له دغو ماشومانو څخه په سلو کې نوي برخه يي په ښونځيو کې ښه برياليتوبونه ترلاسه کړي ، په سلو کې پنځه اويا تنو يي په زده کړو کې ډير ښه پرمختګ کړي او شپږ تنه يي په پوهنتون او پوهنځيو کې ومنل شول ٠