<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-07 18:50:31    
د کور د کمپيوتري کنترول سيستم

cri

نن ورځ د ژوند سويې په لوړتيا سره زياتيدونکي چينايان د خپلو کورونو د ښه تزيين نه پرته غواړي چه د کورونو سامانونه تر اوتوماتيک کنترول لاندي راوستل شي .

ښاغلي وانګ چه د کور پلورنکی دی ، هره ورځ ډير مصروف دی ، نو هيله لری چه بيرته کور ته د ستنيدو سره سم خوندور خواړه او د ځان مينځلو اوبه تيار شي حتی په کور کې ايرکانديشن هم له ليرې نه خلاص شي . هغه وويل په دوبي کې هوا ډيره توده ده او که ټوله ورځ ايرکانديشن فعال وي ، نو د بريښنا لګښت به زيات وي ، خو له دفتر څخه د خوځيدو نيم ساعت مخکې د ګرځنده تيلفون په وسيلې ځاي نه په کور کې ايرکانديشن روښانه کړي ، نو کور ته د رسيدو وروسته له ګرمۍ څخه ځان ژغورلی شي .

د ښاغلي وانګ دغه هيله خوب نه دی ځکه اوس د کور د کمپيوتری کنترول سيستم کارول کيږي چه په کور کې د کمپيوتر او ټولو برقي سامانونو سره د تړاو رول لری ، که دغه سيستم له انترنيت سره وتړل شي او په ګرځنده تيلفون کې اړين نرم زيرميزه أله نصب شي ، نو د ګرځنده تيلفون په وسيلې له ليرې ځاي څخه په کور کې برقي سامانونه کنترول کيداي شي .په دغه سيستم کې د څراغ لګولو او ويديو خلاصولو او ډوډۍ پخولو د کنترول مرکز نصب شوی دی . ښاغلي چيو فون سيان چه د کور د کمپيوتري کنترول سيستم د نصبولو کارپوه دی ، په کور کې د ويديو په وسيله د فلم کتلو بيلګه راوړه او و يي ويل که غواړي په کور کې فلم وګورئ ، لومړي بايد تلويزيون او دي وي دي أله او څراغ ولګوئ چه دغه حرکتونه بايد يو يو تر سره کړئ . خو که په کور کې د کمپيوترې کنترول سيستم نصب شی چه دغه حرکتونه مخکې له دې نه په کمپيوتر يا ګرځنده تيلفون کې طرح شوی وی ، يوازي يو وار د کمپيوتر يا موبيل تيلفون سويچ ووهئ ، ټول حرکتونه په اوتوماتيک ډول تر سره کيداي شي . د ښاغلي چيو په وينا له کور څخه د خاوند د وتلو په مهال د کور د کمپيوتري کنترول سيستم په اوتوماتيک ډول د تړلو سويچ وچلوی چه په کور کې ټول څراغونه به ګل شي . هغه وويل چه اوس په چين کې د کور د کمپيوتري کنترول سيستم په باسيم او بي سيم ډولونو کارول کيږي چه باسيم ډول بايد د هر اړتياوړ تجهيز لپاره د کنترول سيم وغزول شي او بي سيم ډول يوازي د ليرې کنترول د ألې له لارې د راډيويي فرکانس نښو په خپرولو سره امرونه صادروي .

د کور د کمپيوتري کنترول سيستم د ژوند د اسانتياوو د برابرولو نه پرته د کور د امنيت لپاره خدمت کوي . د بيجينګ د يې جيا ساينسي او تخنيکي شرکت د کور د کمپيوتري کنترول سيستم د ډيزاين او نصب ځانګړي شرکت دی او ددغه شرکت مشر ښاغلي شه سون خبريال ته وويل چه ددوي لخوا توليد شوي کمپيوتري سيستم د کور امنيت د ساتلو يعني د غله شړلو رول لری . هغه وويل د بيلګې په توګه که د کور خاوند بهرني ځاي ته لاړ شي ، د کور د کمپيوتري کنترول سيستم په ټاکلي وخت تليويزيون ، د کړکۍ پردې ، څراغ او نور برقي سامانونه پرانيستلی يا تړلی شي چه ګواکي خاوند په کور کي دي . دغه راز دغه سيستم د غله د شړلو رول هم لری . مثلا غل دغه کور ته ننوزي ، په کور کې څراغونه سمدستي ځليږي او ټول برقي سامانونه

پرانيستل کيږي چه په پايله کې غل تښتي . د ښاغلي شه په وينا که يوازي په کور کې کمپيوتري کمره نصب شي ، کور ته د غله ننوتلو وروسته کمره د کور د کمپيوتري کنترول سيستم لخوا فعاله شي او د غله فعاليتونه ثبت شي ، خاوند کولي شي چه د کمپيوتر يا ګرځنده تيلفون له لارې د غله تعقيب کړي او د هستوګنې سيمې امنيتي ساتونکو ته خبر ورکړي .

نن ورځ په چين کې يوازي په پنځو زرو يوانو چه له شپږو سوو امريکايي ډالرو سره برابر دی ، داسي سيستم نصبيږي ، التبه قيمتي سيستم هم اخيستل کيږي .