<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-07 20:33:27    
د چين بين المللی راډيو د ګو جو ولايت د غرونو په سيمو کې له بی وزلو کوچنيانو سره مرسته کوي

cri

د تير کال د مارچ په مياشت کې د چين د ګو جو په ولايت کې د چين د بين المللی راډيو خبريالانو د دغه ولايت د پان شيان په ولسوالی کې وليدل چې دغه غرنی سيمه چې د يی او مياو قومونه په کې ژوند کوي ، ډيره وروسته پاتی او بی وزلی ده . په دغه سيمه کې طبيعی سرچينې مثلأ اوبه کمې دې ، عمومی سړکونه په کې نه شته او خلک يوازی کچالو او جوار خوري . د خلکو بی وزلی ژوند زمونږ خبريالانو ته حيرانتيا ورسوله . له دې وروسته زمونږ د راډيو د مطبوعاتی مرکز په اړه د کورنی څانګی ګوندی کمېټی په دغه سيمه کې له بی وزلو کوچنيانو سره د مرستی فعاليت تر سره کړ . په دغه سيمه کې لس تنه بی وزلو زده کوونکو چې په زده کړی ډيره تکړه دي ، مالی مرسته تر لاسه کړی ده چې خپلی زده کړی ته دوام ورکولای شي . دوی د بيجينګ او د چين د بين المللی راډيو له پاملرنې څخه ګټې اخيستې او په دې پوه شول چې په پلازمينه بيجينګ کې هم زيات شمير کسان دوی ته زياته پاملرنه ورکوي .

دغه لس تنه زده کوونکی څو ورځی مخکې د چين د بين المللی راډيو په بلنه د لومړی ځل لپاره له غرنی سيمی څخه بيجينګ ته راغلی او له نژدې نه يي د خپل وطن د پلازمينې ښکلي منظرې وليدلې . دوي په خوشحالۍ سره د جون لومړني ورځ يعني د ماشومانو بين المللي ورځ تيره کړه او د سفر په موده کې يي د چين له بين المللي

راډيو ، د تيان ان من ميدان او لوي ديوال ، د سيانس او تاکنالوجی نندارتون ، د

ژويو باغ او د چينګ هوا پوهنتون څخه ليدنې وکړې او د تيان ان من په ډګر کې يی د ملی بيرغ د پورته کولو په مراسمو کې ګډون وکړ . زمونږ د راډيو کارکوونکو هم لسو زده کوونکو ته پيسی او کتابونه ورکړل او د دوی د راتلونکی زده کړی لپاره به ستر رول ولوبوي . په بيجينګ کې يو لړ فعاليتونه دغه زده کوونکی دې ته هڅوی چې د ښه ژوند لپاره هيله پيدا کړي او د زده کړی له لاری خپل سرنوشت او د خپل ټاټوبي د بی وزليتوب حالت بدل کړي .

دغو لسو تنو زده کوونکو په بيجينګ کې په خوشحالی سره پنځه ورځی تيرې کړې . خپل ټاټوبی ته د ددوي د ستنيدو وروسته به د جولای په مياشت کې زمونږ د راډيو ځوان خبريالان د ګوی جو دغی ولسوالی ته لاړ شي چې دغه لس تنه مرسته منونکي زده کوونکي وګوري او ورسره به مرکه وکړي او تر دي څنګ به د بی وزلو غرني سيمې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په لاره کې تر لاسه شوي برياليتوبونه ، ولسي دودونه او ښکلي طبيعي منظرې ټولو هيوادوالو ته معرفي کړي او زمونږ د راډيو د کارکوونکو له خوا راغونډې شوې پيسې ، کتابونه او کالی به دغی سيمی ته ورکړي . زمونږ خبريالان به هم له سيمه ايزو خلکو سره څو ورځی ژوند وکړي او په ليري او ګوښه سيمه کې د خلکو د ژوند ستونزي او مشکلات به له نژدي وګوري او خپل کارونه په لا ښه شان سره تر سره کړي .

په هغه وخت کې به د چين بين المللی راډيو د ګو جو ولايت له اړوندو خبري رسنيو سره يو ځای زمونږ د خبريالانو د فعاليتونو په هکله معرفی وکړي او د ټولنې پاملرنه به وګرزي چې لا نور زيات کسان په غرنی سيمه کې له بی وزلو ماشومانو سره مرسته وکړي .