د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند ليو جيان چاو د جون په اتمه نېټه په بېجينګ کی د يوې مطبوعاتی غونډې په ترڅ کی وويل چين د ترهګرۍ پر ضد د نړيوالی همکارۍ په ساحه کی د پاکستان د فعال دريځ او مهمو کوششونو ستاينه کوی.
نوموړی وويل د چين او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ پرضد دوهمه غونډه د جون په شپږمه نېټه په اسلام اباد کی تر سره شوه او د دواړو هېوادونو چارواکيو په دې ساحه کی د نړيوالې او سيمه ايزی وضعې او همکارۍ او دغه راز د م م د رول په اړه د نظريو تبادله وکړه.