<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-09 18:29:02    
په بېجينګ کی د راغونډېدنې په نامه شپږم کلتوری فيستيوال

cri

په بېجينګ کی د راغونډېدنې په نامه شپږم کلتوری فيستيوال چه د چين د هنر او کلتور وزارت لخوا جوړ شوی و، د مې په اوه ويشتمه نېټه پای ته ورسيد او د پنځو لويو وچو له لس ګونو هېوادونو او سيمو څخه راغليو زر ګونو هنرمندانو خپلې ځانګړې نندارې وکړې.-----(اواز١)

د مې د اوه ويشتمې نيټې په شپه د توس په نامه د روسيی د سندرو او نڅا هنری ډلې په يوې نندارې سره دغه فيستيوال پای ته ورسيد. دغه هنری ډله د روسيی يوه مشهوره ملکی هنری ډله ده. د جوړېدو له پنځوسو کلونو راهيسی يی پنځه شپېته ځله په نورو هېوادونو کی نندارې کړې او په نړۍ کی يی ډېر مينه وال تر لاسه کړي دي.

په بېجينګ کی د راغونډېدنې په نامه کلتوری فيستيوال له ٢٠٠٠ کال راهيسی په پنځو پړاونو کې جوړ شوی او پکی د ګډون کوونکيو نندارچيانو شمېر څو مليونه تنو ته رسيدلی دی. د چين د دولت په کچه او په اسيا کی د پسرلی تر ټولو لوی فيستيوال په توګه، دغه فعاليت ډېر اغېزمن دی او د کورني او بهرني کلتور په ساحه کی منل شوی دی. د سږنی فيستيوال موخه د بېلا بېلو کلتورونو تر منځ د تبادلې پرمخ بيول و. له نورو هېوادونو سره د چين د کلتور د تبادلې شرکت مشر جانګ يو خبريال ته وويل په دغه فعاليت کی له لس ګونو هېوادونو څخه راغلو دوه پنځوس هنری ډلو او زر ګونو هنرمندانو ګډون درلود. هغه وويل- –(اواز٢)

دغه فعاليت د تېرو کلونو په شان په دريو عمده برخو ويشل شوی و چې په تياترونو کی ننداری، په ډګرونو کی له خوشحاليو څخه ډکې غونډې او د هنری اثارو نندارتون برخی وې. په سږنی فعاليت کی د روسيی د هنر فيستيوال، د چين او فرانسی تر منځ د کلتوری تبادلې پسرلی، د مکسيکو د هنر او کلتور ننداره، د ايتاليا د کلتور فيستيوال او د چين هنر شامل شوی وو.

د روسيی د توس په نامه ډلې پر ننداره سربيره، د روسيی موسيقی ډلو د بېجينګ نندارچيانو ته د روسيی معاصر موسيقي وړاندې کړه. د مکسيکو د سندرو او نڅا دولتی ډلې نندارو د دغه هېواد اوږد او لرغونی تاريخ څرګند کړ. د ايتاليا له ډرامی او معاصرې نڅا څخه هم د دغه هېواد ولسی دودونه او کلتور ښودل کېده.

د چينی هنر په برخه کی هم رنګارنګ محتويات وو. د چين د باليټ نڅا دولتی ډلې د فرانسی د نڅا د مشهور ډايرکټر په همکارۍ د باليټ درې نڅاګانې وکړی او نندارچيانو د فرانسی د کلاسيکې باليټ د جذابيت احساس يی وکړ.

د تېرو کلونو فعاليتونو په شان، د سږنی فيستيوال په ډګرونو کی د خوشحاليو ډکې غونډې د کارګر اختر په موده کی تر سره شوی. د چين او نورو هېوادونو هنرمندانو د بېجينګ په ځينو باغونو او ډګرونو کی ښاريانو ته نندارې وړاندی کړې. د چين پر هنری ډلې سربيره، د ايتاليا، مکسيکو، روسيی او اسراييلو په ګډون اوه لسو بهرنيو هنری ډلو په خپلو په زړه پوری نندارو هر سيلاني ته هر کلی وکړ. د بېجينګ د کلتور ادارې مشر جيانګ ګونګ مين وويل---(اواز٣)

له خوشحاليو څخه په دغو ډکو غونډو کی د ګډون کوونکيو بهرنيو هنری ډلو نندارې په عمده توګه نڅا وه. ځکه له نڅا څخه د مکسيکو، ايتاليا او اسراييلو ملی ځانګړتياوی په بشپړه توګه څرګندېدې.

د کارګر اختر په موده کی د بېجينګ په باغونو کی نندارو نه يوازی محلی نندارچيان بلکه بهرنی نندارچيان هم راجلب کړل. د ايتاليا يو ليدونکی خبريال ته وويل---(اواز٤) سږ کال د چين او ايتاليا تر منځ د کلتوری تګ راتګ کال دی. دا ډېره ښه خبره ده چې چين ته زمونږ کلتور ښودل کيږی. زه ډېر وياړ يم چې په دغه فعاليت کی برخه لرم.