<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-09 18:54:26    
د چين د يانتاي ښار سره د يو تن فرانسوی ځانګړې مينه

cri

درنو ارويدونكو نيكې هيلې او سلامونه هيله ده چې روغ جوړ او خوښ اوسۍ نن بيا هم د جمعې ورځ او بهرنيان په چين كې د برخې د خپريدو وار رارسيدلى دى،پدغه برخه كې د خپرونې خبريال خوشحال تايب د چين د يانتاي په ښار كې د ميشت يو تن فرانسوي اوسيدونكي په اړه يو څه لنډ معلومات راغونډ كړي دي،پدغه پروګرام كې به تاسو واورۍ چې نوموړى شخص څه دنده لري او ولې له چين او چيني خلكو سره زياته مينه لري، نوموړى د يانتاى په ښار كې كوم ځانګړي شيان خوښوي ،تاسو نور زيات په تمه نه پريږدو ،نو دا تاسو او دا هم پدې اړوند برابر شوى راپور:

د ٢٠٠٥ ميلادي کال د سپتمبر په مياشت کې يوتن اويا کلن فرانسوی پدې بريالی شو چې دچين دملي دوستۍ جايزه ترلاسه کړي،چې د چين لمړي وزير وين جيا باوهم نوموړي ته له دې امله مبارکي ويلې وه،نوموړي په ٢٠٠٢ کال کې د فرانسې د پاريس له اکاډمۍ څخه يو با اعتباره د سپينو زرو مډال هم ترلاسه کړی وه.

دغه د ځوانو آندونو درلودونکی شخص ميچل همبرت نوميږي ، د فرانسې دپاريس د اقتصاد پوهنتون کې يې دسوداګرۍ او مارکتينګ په برخه کې زده کړي کړي،اوپدې لاره کې يې د زياتو کلونو لپاره خپلو زده کړو ته دوام ورکړ،چې زياتې ګټورې تجربې يې هم ترلاسه کړې،په ٢٠٠٠ کال کې يې د چين د يانتاي ښار د پرمختيايي ډلې د لوړپوړي سلاکار په توګه يې دنده تر لاسه کړه،او په همدغه سيمه کې له خپلې کورنۍ سره ميشت شو،دی وايي نن ورځ يانتاي ښار دده د کور په شان دی،او پدې اړوند زياتوي: ما په دوه زرم کال کې د يانتاي ښار له پرمختيايي ډلې سره د ستر سلاکار په توګه مرسته پيل کړه او د خپلو چارو په اړه مې د يانتاي ښارښاروالۍ ته راپور وړاندې کاوه،زما دنده د يانتي ښار او د شاندونګ ولايت اوپه شاوخوا لويديځو او ختيځو سيمو کې دسوداګريزو چارو دپرمختيا په برخه کې وه، ما هلته داسې مهمې زيرمې وليدلې چې پانګونو ته يې اړتيا لرله،چې اوس مهال ګڼ شمير پانګوالو او سوداګرو هلته د پانګونو لپاره ډګر ته وردانګلي دي،د بيلګې په توګه :دکرنې، تاک ساتلو، د موټرو د پرزو فابريکې،ډول ډول ماشينرۍ،قيمتي ډبرو،بريښنايي آلاتو،سيمنټو، بيړۍ جوړولو ،منسوجاتو او نورو زياتو برخوکې.

ښاغلي همبرت وايي زه پر خپلو چينايي همکارانو وياړم،ځکه ددوي زياتره کسان په فرانسوي،انګريزي،کوريايي،جرمني او جاپاني ژبو ښې خبرې کولای شي.

ميچل همبرت زياتوي زه او زما ميرمن( چنتل) په يانتاي ښار کې له ژوندکولو سره ډيره مينه لرو، په طبيعي توګه مو د يانتي ښار خوندور خواړه،په تيره بيا سمندري خواړه ډير خوښ دي،پدې سيمه کې خوندورې سبزۍ او ډول ډول صحي ميوې شته،د سهار لخوا موږ د يانتاي د خوږو مڼو خوړل خوښوو،او دشپې لخوا بيا په نوموړي ښار کې جوړشوي واين څښوو،چې باالکل د فرانسوي خوړو په شان خوند لري،او هر وخت بيلابيلو فرانسوي هوټلونو ته ځو،چې هلته خوندورې غوښې او کبان پخيږي،موږ په دغه ښار کې د اوسيدو دپيل راهيسې بيلابيلو برخو ته تللي يو،او تل د بسونو څخه ګټه اخلو،د توکو د رانيولو لپاره مغازو ته ځو ،او کله کله هم د سمند ر په غاړه د قدم وهلو لپاره په چکر وځو،او ځينې وختونه خو بيا دواړو ته د چينايي ملګرو او همکارانو لخوا د ميلمستيا بلنه راکول کيږي،او ډيره پاملرنه راته کوي،زموږهم دچينايانو کورنی چاپيريال ډير زيات خوښ شوي او ډير څه مو ورڅخه زده کړي دي حتی اوس په چيني ژبه هم لږ څه پوهيږو،زه ډيره هيله لرم چې چينايي ژبه زده کړم خو په کارونو کې زما بوختيا زياته ده،او کله کله مې له ميرمنې سره تمرين کوم،ځکه هغې تر ما زياته چيني ژبه زده کړې ،ماته د چيني ژبې د زده کړې چانس لږ دی،ځکه زما چينايي همکاران غواړي چې په انګريزي،فرانسوي،آلماني،کوريايي او يا هم جاپاني ژبو خبرې وكړي،په تيره بيا ښه ګڼي چې له ما سره په انګريزي يا فرانسوي ژبو خبرې وغږيږي..

ښاغلی همبرت وايي د يانتاي خلک ډير زياريکښ او مهربانه دي،او تل نيک احساسات لري،ځينې وختونه چې زه او زما ميرمن بازار ته د توکو د اخيستلو لپاره تللي يو او يو څه مو اخيستي وي،کله نا کله له پلورونکي سره زموږ پيسې پاتې کيږي،نو بيا هغه هټۍ وال راپسې منډی وهي او وايي چې خپلې پاتې پيسې مو واخلۍ،

نوموړی وايي د يانتاي تازه هوا،د سمندر پاکې او شنې اوبه،طلايي سمندري شګې،ښکلي ځنګلونه،لوړ غرونه او شين چاپيريال نوره هم سيمه ښکلې کړې ده،زه به تر خپلې وسې ددغه ښار د پرمختګ لپاره هڅه وکړم څو د نورې نړې د پرمختللو ښارونو جوګه شي،ځکه دغه ښکلي ښار ددې وړتيا لري،

ښاغلي همبرت زياته کړه زه او زما ميرمن هوډ لرو چې په راتلونکي كې دتل لپاره د يانتاي په ښار کې و اوسيږو او دا تصميم مې نيولی چې خپل راتلونکی ژوند به دلته تيروو.

عزتمندو اوريدونکو تاسو پوهيږۍ چي چين په سلګونو ښکلي او په زړه پورې د ليدلو ځايونه لري که تاسو هم وخت لرۍ او دا چانس درته برابر شي نو حتما د ځينو دغو ځايونو د ليدلو لپاره چين ته سفر وکړی زه باور لرم چې خاطرې او يادونه به يې تل ستاسو په ياد کې پاتې وي.

درنو اوريدونكو كه ددغې برخې په اړه ځانګړي سالم نظرونه وړانديزونه او نيوكې لرۍ نو مهرباني وكړۍ زموږ سره يې شريكې كړۍ موږ تل ستاسو د سالمو نظرونو لاره څارو.

ستاسو د برياوو په هيله.