د چين د بين المللې راډيو د خبر له مخې : د پاکستان پوځ وياند بريدجنرال شوکت سلطان د جون په لسمه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد امنيتی ځواکونو د همدی ورځی په سهار د پاکستان د شمالی وزيرستان په قبابلی سيمه کې د وسله والو عناصرو يوه اډه تخريب کړه چې له امله يی لږ تر لږه پنځلس تنه وسله وال کسان ووژل شول . شمالی وزيرستان د پاکستان په شمال لويديځ کې له افغانستان سره پرګډو پولو يو لری پرته سيمه ده .
د تېر کال د دوهمې نېمې راهيسی ، پاکستانی ځواکونو په دغه سيمه کې څه دپاسه دری سوه تنه وسله وال کسان وژلي چې تر منځ يی پنځه اويا وسله وال بهرنيان وو .