<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-10 18:43:38    
د چين د هه بې ولايت د تانګ شان ښار د بيلا بيلو کليو له حالاتو سره سم خپلو کليو ته نوی پرمختګ ور کړی دی

cri

په وروستيو کلونو کې د چين د هه بی ولايت د تانګ شان ښار د فونګ ژون سيمه په نوی پړاو کې د بيلا بېلو کليو له حالاتو سره سم د دغو کليو پرمختيايی لارې چارې پرمخ بيايي .دغې سيمې د صنعتی تصديو د جوړولو له لاری کرهڼيز پرمختګ کړی چې په کرهنيزو چارو کې يی توليدی موثريت لوړ ، د بزګرانو عايدات يی زيات او د دغې سيمې د بيلا بيلو کليو اقتصادی ځواک پياوړی شوی دی .

د دغې سيمې په بيلا بيلو کليو کې مشران پر هغه لارښوونکی مفکورې باندی ټينګار کوي چې د صنعتی تصديو د پرمختګ له لاری شتمنۍ تر لاسه کيږي .په ٢٠٠٦ کال کې د سی يانګ جيا اينګ په نامه کلی د سيمټو جوړولو ،د فولادو موادو د فابريکې د پراختيا او خدمتی چارو د پرمختګ لپاره ١٦ مليونه يوانه پانګه اچولې او د ايکولوژيکی پارکونو د ابادی لپاره يی ٢ مليونه يوانه ځانګړی کړی دی .تير کال د دغه کلی د صنعت عمومی توليدی ارزښت ٤٥٠ مليونه يوانو ته رسيدلی وی او د هر تن په سر عايدات له لسو زرو يوانو څخه اوښتی وه .د دغه کلی د ګوندی کميټې منشی ايان ای چوان وويل که په هغه وخت کې مو دغه لارې چارې نه وای ټاکلی چی د صنعت د پرمختګ له لاری شتمنۍ تر لاسه کيږي .اوس زمونږ په کلی بدلون نه شو رامنځته کيدای او زمونږ کلی په ايکولوژيکی کلی نه شوای بدليدای لای .په همدی وخت کې د دغې سيمې شا ليو هه کلی له ١٩٨٤ کال څخه تر اوسه پوری ١٣ ډله ييزې تصدي جوړې کړي او کليوالو يی د اوبو او بريښنا کارولو ،طبی علاج او د زړو کسانو د ساتلو په برخو کې د ډله اييز اقتصاد له پرمختګ څخه ګټې اخيستې دي .په ٢٠٠٥ کال کې د دغه کلی

د صنايعو او کرنې د حاصلاتو عمومی ارزښت ٤٨٠ مليونه يوانو ته رسيدلی وی او دغه کلی افتخاری لغبونه تر لاسه کړي دي .

د ٢٠٠٥ کال تر پايه پوری د فونګ ژون په سيمه کې د ښارګټيو او کليو په کچه د صنعتی تصديو شمير اته زره او سلو ته رسيدلی او کلنی توليدی ارزښت يی ٣٠ مليارډه ٣٩٠ مليونه يوانه و چی په دی سره يی نويو کليو د سمسورتيا لپاره ټينګ ضمانت برابر کړی دی .

د دغې سيمې د ګه دا تو کلی په وروستيو کلونو کې د پلاستيک تر سيوری لاندی سايبان کې د سبزيو د روزلو له لاری شتمني تر لاسه کړې ده او تر اوسه پوری يی له دغو لارو چارو د سرو بانجانو د کرلو مساحت نژدی ١٦٧ هکتارو ته رسيدلی دی .د تانګ يوو په نامه نښه لرونکی سور بانجانو د چين په پلازمينه بيجينګ ،تيان جين او شمال ختيځې برخو کې ته پلورل کيږي .تېر کال د دغه کلی د سور بانجن د پلورنی ارزښت ١٦ مليونه اته لکه يوانه و او د کليوالو د هرتن په سر عايد يې اووه زره يوانه زيات شوی دی .ځانګړيو او مسلکيو کليو د دغې سيمې د بزګرانو بړای کيدو ته لازيات فرصتونه برابر کړي دي .

د دغې سيمې بزګرانو د عايداتو د زياتوالی او شتمنۍ د تر لاسه کولو لپاره د ځانګړيو او شخصی کليو سمسورتيا د کليوال اقتصاد د پرمختګ د اغيزمنو لارو چارو په توګه ټاکلې .تر اوسه پوری په دغه سيمه کې ١٥٠ دغه شان کلی شته .

سره بيره پردی نوی اقتصادی سازمان يا د بزګرانو ټولنې د دغو کليو د پرمختګ او د بزګرانو د ګټوساتلو لپاره هم رامنځته شوي دي .تر اوسه پوری د سبو ،ميوو او مالدارۍ په شمول د ځانګړو ټولنو شمير له شلو څخه زيات شوی دی .