د سين هوااژانس د خبر له مخې : د چين د دولت رئيس هو جين تاو او د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف په جلا جلا توګه د بيجينک په اونيزې مجله کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسی اړيکيو د ټينګښت د ٥٥می کاليزی د يادونې په هکله د يوې ځانګړی پاڼی د خپرونې له لارې وينا وکړه .
ولسمشر هو جين تاو په خپله وينا کې دې ته اشاره کړې چې هره اړخيزه دوستی او همکارۍ د چين او پاکستان تر منځ د اړيکيو ژوندی څرګندونه ده او هم د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکيو د پرمختګ لور دی .
ولسمشر پرويز مشرف په خپله وينا کې وويل د پاکستان او چين تر منځ دوستی د غره په شان لوړه او د سمندر په شان ژوره ده او دی هيله لری چې د بيجينګ اونيزه مجله د دواړو هېوادونو د خلکو او حکومتونو تر منځ د دوستۍ د ټينګتيا لپاره تل پاتې رول ولوبوي .
دغه اونيزه مجله په چين کې يوازنی انګليسی مجله ده او څه دپاسه سلو هېوادونو او سيمو ته وېشل کېږي .