<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-11 19:35:27    
د چين د راډيويی هنری ډلی له خوا ويل شوی سندری

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنی موسيقی په دی پروګرام کی به د چين د راډيويی هنری ډلی له خوا ويل شوی يو لړ ولسی سندری تاسو ته وړاندی کړو٠ لومړی به مونږ په ګډه د رمی څرولو په نامه يو کورس يا کانتاتا د موسيقی ألاتو له ملګرتيا پرته واورو .

( سندره ١)

په سندره کې ويل شوي وو : سپينی وريځي په شنه اسمان کې دي ، د وريځو لاندي سپينی رمی روانی دي ، رمی د سپينو زرو په شان په دښت کې شيندل شوی .

دغه سندره د چين د مغولي لږکي يوه سندره ده چی په ټول چين کې مروجه ده او د چين مشهور أهنګ جوړونکی چوشی شيان د موسيقی ألاتو له ملګرتيا پرته په يوه کورس بدل کړيدی٠

د چين راډيويی هنری ډله په چين کی د کورس مشهوره مسلکی ډله ده او دغی ډلی د جوړېدو له ٥٠ کلونو راهيسی څو کنسرتونه ترسره کړي او ډېرې خوږې او ښکلي ولسي سندری يي اوريدونکو ته وړاندي کړي دی٠ د ځمکی د ستاينې په نامه د کورس په البوم کی ١٧ چينی او بهرنی سندرې شاملې دي چی د موسيقی ألاتو له ملګرتيا پرته ثبتې شويدي ٠ اوس به مونږ په ګډه د مينې په نامه يوه مشهوره سندره واورو .

( سندره ٢ )

د پروګرام په پای کی به مونږ د چين په شمال لويديځ د شينجيانګ د تاتار قوم يوه ولسی سندره واورو چی نوم يی دی د سپوږمۍ تر سپينو وړانګو لاندي ٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو ، د دغې خوندورې سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ستاسو د برياليتوب په هيله٠