<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-11 19:47:06    
رنګارنګ هوټلونه

cri

د کتابخانې هوټل _ دغه هوټل په نيويارک کې د امريکې د ملي کتابخانې په لومړني پوړ کې پروت دی او ميلمانه کولی شي چه په دې کتابخانه کې شپږ زره کتابونه ولولی . نه يوايزي په هره کوټه کې بلکې په رستورانت او د ميلمنو د منلو په سالون کې ډول ډول کتابونه ايښودل شويدي .

د يخ هوټل _ د سويدن پلازمينې استکهلم ته نژدي په يو کوچني ټاپو کې يو زندان شته چه په اتلس سوه څلويښتم کال کې جوړ شو ، ددې زندان په شاوخوا کې نورې ودانۍ هم جوړې شويدي چه اوس د زندان هيڅ بڼه نه ليدل کيږي او په دې هوټل کې د شراب بار، رستورانت او کوچني موزيم شته .

د فلاند د ساري په نامه غرنی سيمه کې يو کلی شته او د بوميانو لخوا شل واورينې ، شل ښيښه يي او يو ديرش لرګينې کوټې پکې جوړې شوي دي . ښيښه يي کوټې د هغو سيلانيانو لپاره مناسب دي چه د قطبي شفق د ليدو لپاره راځی . واورينې کوټې چه بام يي ګرد شکل لری ، د هغو سيلانيانو لپاره تيار دي چه غواړي په يخ ځاي کې بيديږي ، که څه هم د کوټې په بهر کې د هوا درجه له صفر څخه پنځه ويشتو درجو ته ټيټيږي ، خو په کوټه کې د تودوخې درجه يي شلو درجو ته پورته ده .

د څراغ څلی هوټل _ دا ګټور کار دی چه د څراغ څلی د زياتو کلونو کارولو وروسته په يو هوټل بدليږي، خو د انګلستان د کوسورد هوټل د څراغ د څلي په بدل کې دی ، لا تر اوسه د بيړيو لارښوونه کوی . که څه هم دغه هوټل ځانګړي سبک نه لری اويوازي نهه کوټې لری ، خو ډير شهرت يي موندلی دی ځکه ددغه هوټل په رستورانت کې ډول ډول خوندور خوړه برابريږي .

د مالګې هوټل _ هغه شي چه په بوليويا کې د کارولو پاي ته نه رسيږي ، مالګې

دي . په دغه هيواد کې يو هوټل شته او په هوټل کې کټ ، ميز ، څوکۍ ، ديوال او بام ټول له مالګو څخه جوړ شويدی . په دې هوټل کې ديرش معياري کوټې شته او دوه کوټې حتی د ولسمشر د اوسيدو لپاره هم مناسب دي . د هوټل په شاوخوا کې بيخي مالګينې ځمکې دي .

د ونې په ښاخ باندي جوړ شوی هوټل _ د ترکيې د اوليپاس په لرغوني بقايا کې يو ځانګړی هوټل شته چه د ونې په ښاخ باندي جوړه شوې لرګينه کوټه ده . سيلانيان د رخصتۍ په موده کې د لرګينې او لاستيکي کښتۍ د چلولو او ونو ته د ختلو په ګډون ډول ډول فعاليتونه تر سره کولی شي .

د ماشومانو هوټل _ په لندن کې ډير لوړه کچه هوټلونه شته ، خو د پيپاپوپ اين په نامه هوټل يوازي د هغو ماشومانو لپاره چمتو دی چه عمر يي له دوولسو کلونو نه کم دی . په ورځ دغه هوټل يو وړکتون دی او په شپه پلار او مور کولی شي چه له خپل ماشوم سره يو ځاي په دې ځاي کې اوسيږي . په کوټه کې ډول ډول د لوبې سامانونه پراته دي او د هوټل کارکوونکي د ماشومانو لپاره رنګارنګ لوبې ترتيبوي .

د سمندر په تل کې هوټل _ د امريکې د فوروريدا ايالت د سمندر په تل کې هوټل ته د ننوتلو مخکې لومړي سيلانيانو ته اوبو ته د غوص کولو تجهيزات ورکول کيږي چه دغه هوټل يو کوچني اوبتل دی او يوازي دوه کوټې پکي شته ، خو په کوټه کې تلويزيون ، دي وي دي او نور د ساعتيرۍ سامانونه هم پراته دي . سيلانيان د کوټې له ښيښه يي کړکۍ څخه رنګارنګ کبان ليدلی شي .

د انګور باغ هوټل _ د هسپانيا د سامولا ولايت په يو طبيعي باغ کې د اويا هکتارو ځمکو په پراخوالی د انګور يو لوي باغ شته چه د دريو کوټو په شمول يو کوچنی هوټل پکي پروت دی او سيلانيان د اوسيدو په وخت کې د انګور شراب د جوړولو معلومات لاس ته راوړی شي .