د سين هوااژانس د خبر له مخې : د پاکستان په جنوب لويديځ د بلوچيستان ولايت په مرکز کويټه کې د جون په ١٢مه نېټه سهار يوه چاودنه وشوه چې لږ تر لږه څلور تنه پکې وژل او دوولس تنه نور ټپيان شوي دي .
اړوندو پوليسو وويل دا بمی بريد د حکومت د مخالفونو له خوا جوړ شوی دی او د حکومت پر خلاف د قبائلو پر وسله والو عناصرو باندی يی تور ولګاوه چې په دغه چاودنه کې يې لاس درلود . تر اوسه پوری هيچا او يا هيڅ ډلې د دغې چاودنې پړه پر غاړه نده منلې .
په وروستيو ورځو کې د بلوچستان په ولايت کې پر امنيتي ځواکونو او د حکومت پر تاسيساتو باندی څو څو ځله بريدونه شوي دي .