<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-12 19:58:19    
د چين د چاپ چارو سمسورتيا موندلی ده

cri

اوس د چين د کتابو په پلورنځۍ کې داسی حالت تر سترګو کيږي چې د کلتور ،تاريخ ،ټولنيزې پوهنې ،فن ،ژوند ،ځيرکۍ او فيشن په شمول زيات ډول کتابونه شته .که هر ډول کتابونه غواړي نو اخيستلای يی شی .د چين د چاپ چارو سمسورتيا موندلی ده .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په دغه پروګرام کې به د چين د چاپ چارو په باب تاسو ته معلومات وړاندی کړو .

د بيجينګ د کتابتون ودانی په چين کې د پرچون کتابونو يو لوی پلورنځی دی او هره ورځ له مشتريانو څخه ډک وی .خلک د کتابونو اخسيتلو په وخت کې د کتابونو د بازار بدلونونه احساسوي .

لوستونکی پيغلې لی فن وويل (اواز................) اوس دکتابونو ډولونه زيات دی او زه کولی شم چې د کتابتون په ودانۍ کې هر ډول کتابونه واخلم .

په وروستيو کلونو کې هر کال د کتابونو د دغې پلورنځۍ د پلورنې ارزښت په سلو کې ٢٠ زيات شوی دی .تېر کال دغه ارزښت څلور سوه څلويښت مليونه يوانو ته رسيدلی و .د يوې شمېرنې له مخې په ٢٠٠٥ کال کې په چين کې څه د پاسه دوه سوه او شل زره ډوله کتابونه چاپ شوي چې دغه شمير د وړم کال په پرتله په سلو کې ٨ زيات شوی او د ١٩٧٨ کال په پرتله څه د پاسه لس ځله زيات دی .

خو د تېرۍ پيړۍ له اتمې څخه تر نهمې لسيزې پوری د چين د کتابونو په بيلابيلو پلورنځيو کې د پلورنې حالت ښه نه و .د چين دچاپ تصديو له خوا برابرو شويو کتابونو د لوستونکيو اړتيا نه وه پوره کړې .

چين د تېرۍ پيړۍ په پای کې د بازاری اقتصاد د پرمختګ له اړتياوو سره سم د

چاپ چارو د بازاری په اصلاحاتو پيل وکړ.په ٢٠٠٢ کال کې دخپرولو په برخه کې دچين د چاپ ډلې شرکت په نامه له څه د پاسه لسو تصديو څخه جوړه شوی لومړنۍ لويه تصدۍ په رسمې توګه جوړه شو ه .د دغه شرکت عمومی مدير يانګ مو جی د خپل شرکت د جوړولو موخې د يادونې په ترڅ کې وويل (................)زمونږ شرکت د جوړولو موخه له نوی نظم او سيستم سره سم د يوې نوی ځواکمنې ډلې جوړول دي .د دريو يا پنځو کلونو له کوششونو وروسته به زمونږ شرکت د چاپ په چارو کې يو ډير لوی شرکت وګرځي .تر اوسه پوری د دغه شرکت له خوا د چاپ شويو کتابونو اندازه د هېواد په بازار کې په سلو کې ٧ برخه نيولی ده .

د دغه شرکت په شان د اصلاحاتو په بهير کې د چاپ په ټولنې کې د ګڼ شميرنويو تصديو پياوړی توان ښودل شوی دی .د لياو نينګ د چاپ ډلې د شرکت عمومی مدير ژن هوی اينګ دا نظر لري چې د نظم بدلونه او د هېواد امتيازی تګلارې د دغو تصديو د پرمختګ عمده علت دي (اواز..............) د نظم او ميکانيزم د اصلاحاتو له امله زمونږ شرکت لازيات پرمختګ موندلی دی او په همدی وخت کې زمونږ شرکت د چاپ چارو د هېواد له يو لړ امتيازی تګلارو څخه ګټې اخيستې دي .

دغو نوی ډول تصديو د خپلو کتابونو د بازاری برخې د زياتوالی لپاره د کوششونو په همدی وخت کې له نړيوالو شرکتونو سره سيالې کړې ده .په فرانکفورت کې د کتابو کلنی نندارتون په نړۍ کې د کتابونو د چاپ حق د سوداګرۍ په برخو کې لومړی لوی نندارتون دی . په سلو کې ٧٥ د کتابو د چاپ حق نړيواله سوداګری دلته تر سره کيږي او پکی د بيلا بيلو هېوادونو د چاپ د چارو پرمختيايی حالت څرګنديږي .د تېرو دورو په نندرتونونو کې د چين د نندری پلاوی له خوا د برابرو شويو کتابونو ډولونه او سوداګريز فعاليتونه لږ و . په سږنی نندرتون کې دوه سوه کسز چينايی پلاوي نژدی لس زره ډوله کتابونه له ځان سره راوړي چې د کتوونکو له خوا يی هر کلی وشو.

په وروستيو لسګونو کلونو کې د چين د چاپ چارو له پلان سره سم د اقتصادی نظم پر ځای د بازاری اقتصاد نظم بدل کړی او په نړيوال بازار کې يی له نړيوالو شرکتونو سره سيالي کړې ده .له دغو بدلونونو څخه د چين د چاپ چارو پرمختګ او د کتابونو بازاری سمسورتيا څرګنده شوی ده .د اصلاحاتو په ژورتيا سره به د چين د چاپ او خپرونو چارې لازيات پرمختګ ومومي .