<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-12 19:36:35    
د چين د هوۍ قوم سندرغاړی سو اړ دونګ

cri

ٌ هواړ ٌ د چين د هوۍ قوم يو ډول ځانګړی ولسی سندره ده او د چين د شمال لويديځ په پراخه سيمه کښی اوريدل کيږی٠ د دغه ډول سندرې اهنګ لوړ او خوندور دی او شعر يی ساده بڼه لری چه څرګند قومی او سيمه ايز خصوصيتونه پکښی نغښتی دی٠ له څو کلونو راهيسی، د هوۍ قوم سندرغاړی سو اړ دونګ په ښه شان سره د ٌ هواړ ٌ محتويات له فيشنی بڼې سره يو ځای کړی چه له دی امله د ٌ هواړ ٌ په نامه د سندرو هنری شکل په نوی دوره کښی ډير ښه جذابيت ښودلی دی

اوس سو اړ دونګ د شيجيانګ د صنائعو د اقتصاد او سوداګرۍ ښوونځی ښوونکی دی، په فارع وخت کښی دی له سندرو ليکلو او ويلو سره مينه لری٠ له اوږدې مودې راهيسی د هوۍ قوم د دغه سندرغاړی سندرې په شينجيانګ او د چين د شمال لويديځ په ټوله سيمه کښی د سندرو د مينه والو لخوا ويل کيږی٠ له ١٩٩٧ کال راهيسی د ده لخوا د ويل شويو سندرو پنځه کسيټونه بازار ته راوتلی چې په هغو کښی څه دپاسه يو سل او شل سندرې شاملې دی٠

سو اړ دونګ د شينجيانګ د ايلی په سيمه کښی زيږيدلی او له ماشوم توب څخه يی د سندرو له ويلو سره مينه مينه درلوده٠ په ١٩٩٠ کال کښی هغه له پوهنتون څخه فارغ شو او د سندرو په ليکلو يی پيل وکړ٠ په هغه وخت کښی ده عمومأ د قزاقی او ويغوری قومونو سندرې ليکلې او په ١٩٩١ کال کښی يی د ويغوری سندرو يو ځانګړی کسيټ ثبت کړ٠ خو د ملګرو د غونډيدو په يوه ميلمستيا کښی د يوه دوست يوې ټوکې په ژوره توګه د هوۍ قوم دغه ځوان تحريک کړ٠ سو اړ دونګ د دې ميلمستيا د يادولو په بهير کښی وويل چه ٌ زما يوه دوست په ټوکی سره ما ته وويل چه ته خو د قزاقی او ويغوری قومونو سندرې ښه ويلای شی، خو أيا ستاسی د هوۍ قوم سندره هم ويلای شی که نه؟ ورپسی زما بل دوست پوښتنه وکړه چه أيا هوی قوم ځانګړی سندرې لرې؟ دغو پوښتنو زه تحريک کړم ٠ نو ما ځواب ورکړ چه ولی زمونږ هوی قوم ځانګړی سيندرې نه لری ؟ ٌ هواړ ٌ زمونږ قومی سندره ده ٠ خو هغه بيا وويل چه تاسی د اوسنی زمانې قومی سندره نه لری، مونږ ستاسی پر دوديز ٌ هواړ ٌ نه پوهيږو او ورڅخه خوند هم نشوو اخيستلای٠ ٌ

که څه هم په هغه وخت کښی ښاغلی سو اړ دونګ خپه شو، خو وروسته له هغه يی فکر وکړ چه د دوستانو خبرې بې دليله نه وې ٠ ځکه چه ځينی چينائيان يوازی په دې پوهيږی چه ٌ هواړ ٌ د هوی قوم د ځانګړو سندرو عمومی نوم دی ، خو د زړو سندر غاړو لخوا د ويل شوی ٌ هواړ ٌ سندرې کمې دی او د موسيقی الات يی هم ساده دی، دغه راز دغه زاړه سندره غاړی عمومأ په سيمه ايزه لهجه سندرې وايی٠ نو اوس د هوی قوم له هېوادوالو څخه د ٌ هواړ ٌ سندره غاړی او اوريدونکی ورو ورو کم شويدی٠ رښتيا ده چه د هوی قوم موسيقې د عصر له وړاندی تګ سره سمون نه خوری٠

نو له دی امله سندره غاړی سو اړ دونګ فکر وکړ چه هوی قوم بايد ځانګړی عصری او فيشنی موسيقې ولری ٠ هغه وويل چې ٌ د موسيقې له پلوه د چين نور قومونه د پرمختګ په حال کښی دی ، دوی د لويديځې خوا موسيقې او پرمختيايی ځانګړی کلتور راجلبوی او په پر له پسی توګه خپل کلتور بډای کوی ٠ زما په أند زمونږ هوی قوم هم بايد ځانګړی عصری فيشنی سندرې ولری او په فيشنی شکل سره هيوادوالو او نړيوالو ته د خپل قوم د ځانګړی کلتور، غوره اخلاق او تاريخ په اړوند معلومات وړاندی کړی ٠ ٌ

نو ځکه ښاغلی سو اړ دونګ د هوی قوم د کلتور او تاريخ په څيړنې پيل کړی او په دی پوه شويدی چه پخوا او اوس د هوی قوم زياتو مشهورو شخصيتونو د چين د تاريخ او ټولنې د پرمختګ لپاره ستر رول لوبولی دی ٠ نو و يی غوښتل چه د سيندرو په ويلو سره د هوی قوم د مشهور شخصيتونو په اړوند هيوادوال او نړيوال پوه کړی٠ نو هغه << د هوی قوم شخصيتونه >> تر عنوان لاندی يوه خوندوره سندره وليکله٠ د سو اړ دونګ دوست باو يو چينګ وويل چه د سو اړ دونګ دغه سندره زما ډير خوښيږی٠ ٌ سندره غاړی سو اړ دونګ د سندرو په وسيله د هوی قوم د خلکو لپاره د خوښۍ او مينې وړ شيان ستائی ٠ زه د ده له دغو کړنو څخه ډير خوشحاله يم٠ د ده له موسيقو او سندرو څخه می د هوی قوم د تاريخ او کلتور په اړوند زيات معلومات ترلاسه کړيدی٠ ٌ

د موسيقی د ځينو مبصرانو په أند، د سو اړ دونګ په سندرو کښی د چين د هوی قوم د ٌ هواړ ٌ اهنګ ، د نورو قومونو د موسيقی عناصر او د عصری موسيقی وزن شامل شويدی، دغه سندرې فيشنی دی، ځانګړيتوب لری او ورڅخه د ژوند ګڼه فضا څرګنده شويده ٠

سندره غاړی سو اړ دونګ د شهرت له ترلاسه کولو څخه وروسته کله نا کله د کليوالو او ښاريانو د اوسيدو په ځايونو کښی سندرې وايی٠ هغه وويل چه هلته خپله خاوره او د ده د ريښې د ځعليدو ځای او د موسيقې د اختراعاتو سرچينه ده٠

ګرانو دوستانو، اوس له تاسو څخه يوه پوښتنه کوو چه د چين د هوی قوم د ولسی سندرو يو ډول هنری شکل څه نوميږی؟ هيله ده تاسی سم ځواب راکړی٠