<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-13 16:26:39    
د اوسېدونکو د سيمی غوره اداره کوونکې يانګ شيو جي

cri

د ښځي او ټولني په نننې پروګرام کې به تاسو ته د چين د جي نان ښار د لي شيا ښاری سيمې د نان بې لي شان په نامه د اوسېدونکو د سيمې د ګوندي کميټې د منشې يانګ شيو جي په اړه لنډ معلومات وړاندی کړو.

يانګ شيو جي د ١٩٢٩ کال په فبروری کې د شان دونګ ولايت د تنګ جو په ښار کې زېږېدلې او د ١٩٥٢ کال له اګست څخه يي د اوسېدونکو په سيمه کې په کار پيل وکړ . له هغه وخت څخه تر اوسه پورې يانګ شيو جي په پنځو پنځوسو کلونو کې د اوسېدونکو د سيمې د وګړو ، په تېره بيا د ښځو په اړه دکارونو دنده په غاړه لری او د خپلو هڅو او کوښښونو له امله يي د اوسيدونکو اعتبار او ستاينه تر لاسه کړې ده .

يانګ شيو جي تل په خپلو کارونو کې د اوسيدونکو ګټو ته زياته پاملرنه کوی . د تېری پېړۍ د اومې لسيزې په سر کې په چين کې سوداګريزو چارو ښه پرمختګ نه درلود . يانګ شيو جي د خلکو لپاره د لا ښو خدمتونو د تر سره کولو لپاره په خپله سيمه کې د ژوندد اړتياوړ شيانو د پلورلو لپاره داسي لومړنې مغازه پرانيستله چې هيڅ ګټه نه ورڅخه اخيستل کيده .

د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې د اوسيدونکو د ژوند سطح ورو ، ورو مخ په ښه کېدو شوه او د دوی د اړتياوو سره سم ، د يانګ شيو جې تر ملاتړ لاندي د بريښنايي الاتو د ترميمولو او د شيدو پلورلو په ګډون خدمتي مرکزونه پرانيستل شول .

د تېرې پيړۍ په نهمه لسيزه کې چه ميرمن يانګ يو شپيته کلنه او سپين سرې شوه ، د اوسيدونکو د مادي او کلتوري اړتياوو د پوره کولو لپاره يي يوه بله مغازه جوړه کړه چې د مشرانو او ماشومانو د جامو د ګڼدلو او د لوبو د سامانو او کتابونو پلورل پکې تر سره کيدل .

له دې امله چه اوس اوسيدونکي د کارونو له لا زيات فشار سره مخامخ شول ، نو دوی د کورنيو چارو خدمتونو ته زياته اړتيا لری . يانګ شيو جي له فابريکو څخه د اضافه بسته شويو کارګرو په سمبالولو سره د کورنيو چارو په خدمتونو پيل وکړ او يوازی په ٢٠٠٥ کال کې يی څه دپاسه دوه سوه تنو ته د کارونو زمينې برابرې کړې .

په بېلا بېلو لسيزو کې ميرمن يانګ شيو جي د اوسيدونکو د اړتياوو د پوره کولو لپاره کوښښ کړی دی . د ٢٠٠٥ کال تر پايه پوری ، يانګ شيوجي د بيلګيزې کارکوونکی په توګه وټاکله شوه او لس زره يوانه جايزه يي تر لاسه کړې ده . خو ميرمن يانګ دغه پيسې خپلو همکارانو ته ورکړې . هغې وويل : دغه وياړ يی د هر همکار له کوښښ سره تړاو لری ځکه ددوي د کوښښ نه پرته يی نننی وياړ نه شو تر لاسه کولای .

د ٢٠٠٦ کال د پسرلنې جشن په موده کې ميرمن يانګ شيو جي له خپلې لور څخه دا خبر تر لاسه کړ چې د چاپولو په يوه فابريکه کې د کارونو د چمتوکولو دنده بايد تر سره شي . نو سمدلاسه يي له دغې فابريکې سره د اړيکې تر ټينګولو وروسته دغه دنده تر لاسه کړه چه اضافه بسته شويو کارګرانو ته د کار فرصتونه برابر شي . اوس څه دپاسه شل تنه ښځې د دغو کارونو په ترسره کولو سره هره مياشت دری او يا څلور سوه يوانه ګټه تر لاسه کوی .

د ٢٠٠٦ کال د فبروری په دوو لسمه نېټه ميرمن يانګ شيو جي د سرطان له امله په روغتون کې بستری شوه . که څه هم هغه په سختې ناروغی اخته وه ، خو له دنيا څخه د تللو نه مخکې يی په شلو ورځو کې لا هم په مسلسله توګه خپلو همکارانو ته وويل چې بايد خپلو کارونو ته لا زياته پاملرنه وکړی او خلکو ته دې د زړه له کومې خدمتونه تر سره کړی

د ٢٠٠٦ کال د مارچ په اتمه نېټه چه د ښځو نړيواله ورځ وه ، ميرمن يانګ شيو جي د اوه اويا کلونو په عمر د تل لپاره له دنيا څخه سترګی پټی کړې .

له تقاعد نه وروسته په اته ويشتو کلونو کې يوانګ شيو جي نه يوازي دا چه هيڅ عايدات يي ندي تر لاسه کړي ، بلکې هره ورځ يي د اوسيدونکو د سيمو د کارونو لپاره زيار ايستلی وه . د پانګ شيو جي د کوښښونو له امله د اوسيدونکو د سيمې لپاره څه دپاسه اوه سوه مربع متره ودانۍ جوړه شويدي ، خو د ژوند په موده کې هغه د شل مربع مترو په اندازه په يوه کوچنۍ يو پوړيزه ودانۍ کې اوسيده .

پانګ شيو جي خپلی سترګې د تل لپاره پټې کړې ، خو دا د تل لپاره د خپلې سيمې د اوسيدونکو په زړونو کې ژوندی پاتې ده .