<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-13 16:46:09    
* د اولمپيک ١٧ سپورتی لوبی په روم کی ترسره شوې

cri

د اولمپيک ١٧ سپورتی لوبی د ١٩٦٠ کال د اګيسټ له ٢٥ نه د سپټمبر تر ١١ نيټې پوری د ايتاليا په پلازمينه روم کی ترسره شوې او د ٨٣ هيوادونو او سيمو ٥٣٣٨ تنو لوبغاړو د ١٧ ورزشی پروګرامونو په ١٥٠ بيلا بيلو لوبو کی سره سيالی وکړې . المغرب ، سودان ، تونس او سان مارينو د لومړی ځل لپاره د خپلو لوبغاړو په ليږلو سره په دغو لوبو کی برخه واخيسته . ترينيداد او جامايکا د لويديځ هند د ګډې ډلې ، مصر او سوريی د ګډې عربی ډلې او دوو المانونو د المان د ګډی ډلې په جوړولو سره پکی ګډون وکړ . د اولمپيک د دغو سپورتی لوبو د اتلتيک په مسابقو کی پخوانی شوروی اتحاد د لومړی ځل لپاره د امريکا په پرتله ښه برياليتوبونه ترلاسه کړل او د لامبو وهلو په لوبو کی دامريکا او استراليا لوبغاړو په خپلو غوره برياليتوبونو سره د نندارچيانو سترګې ځان ته ورواړولې .

* سپيڅلی مشعل د روم ښار ته وليږدل شو

أن په ١٩٠٨ کال کی روم د اولمپيک د ٤ سپورتی لوبو د ترسره کولو حق ترلاسه کړ ، خو په پای کی د ويسوې اور غورځونکی غر داور د بيا را پورته کيدو او څو څو ځله زلزلو ، او نورو راز راز اقتصادی ستونزو له امله ايتاليا دغه حق له لاسه ورکړ . خو له دی څه د پاسه ٥٠ کلونو وروسته په روم ښار کی د اولمپيک

د سپورتی لوبو سپيڅلی اور يو ځل بيا بل شو . روم د زياتو ستونزو له ليری کولو وروسته بالاخره د يونان د اتن ، د بيلجيم د بروسيل او د جاپان د توکيو په شمول پر ١٤ غښتليو ښارونو باندی غلبه وکړه او د اولمپيک د ١٧ سپورتی لوبو د ترسره کولو حق يی وګاټه .

* نړيوالو د لومړی ځل لپاره د تيلويزيون له لاری د اولمپيک سپورتی لوبو بهير وکوت

د تلويزيون له لاری د سپورتی لوبو د اصلی بهير کتل په ١٩٣٦ کال کی د برلين د اولمپيک له سپورتی لوبو څخه پيل شوی ، خو په هغه وخت کی يی موخو يوازی له ځينو سيمو سره تړاو درلود . په ١٩٥٦ کال کی د ملبورن د اولمپيک د سپورتی لوبو بهير د تيلويزيونی مستند فلم له لاری اروپايانو ته وړاندی شو او په دی ډول خلکو نشوای کولی چی پروخت اړوندې مسابقی وګوری . د مخابراتی سپوږمکې د رامنځ ته کيدو او د تلويزيونونو د رواج ترڅنګ د بيلا بيلو لويو وچو ترمنځ د تلويزيونی خپرونوبيا خپراوی لپاره هم مساعده زمينه برابره شوه چی په پای کی د امريکا د کولمبيا راډيويی شرکت د ٣٩٤ زرو امريکايی ډالرو په بيه د روم د اولمپيک د سپورتی لوبو د ترسره کولو حق ترلاسه کړ .

* د لوړې سويی لرونکی لوبی

شک نه و چی په روم کی د اولمپيک سپورتی لوبې په لوړه کچه لوبی وې . په ١٦ ورځنيو سختو سياليو کی په ٧٦ لوبو کی د اولمپيک د سپورتی لوبو ريکارډونه مات شول چی په دی جمله کی د ٣٠ لوبو برياليتوبونه له نړيوالو

ريکارډونو څخه اوښتی وو . داولمپيک په نويو ريکارډونو کی د اتلتيک ديرش لوبی ، د وزن پورته کولو ٢٦ لوبی او د لامبو ١٥ لوبې او په نويو نړيوالو ريکارډونو کی د اتلتيک ٨ لوبی ، د وزن پورته کولو ١٣ لوبی او د لامبو وهلو ٧ لوبی شاملی وي . دغه راز په هغو لوبو کی هم ډير ښه برياليتوبونه ترلاسه شول کوم چی ريکارډ يی نه وه ټينګ کړی .

سياو

* په لسو لوبو کی د بشپړ مهارت اتلولی د ګټلو لپاره سيالی

د روم د اولمپيک په سپورتی لوبو کی له لسو لوبو کی د بشپړ مهارت سياله له ډيرو سختو مسابقو څخه يوه وه . د امريکا لوبغاړی جونسن ، د چين د تای بۍ لوبغاړی يانګ چوانګ ګوانګ او د شوروی اتحاد لوبغاړی کوزنيزوف چی په هماغه وخت کی دوی په نړۍ کی تر ټولو تکړه او غوره ورزشکاران ګڼل کيدل ، په دغه سياله کی برخه واخيسته . په پای کی لوبغاړی جونسن په ٨٦٨٣ عمومی نمرو سره لومړنی ځای ونيوه او لوبغاړی يانګ چوانګ ګوانګ د کمو ٥٨ نمرو سره له جونس څخه وروسته پاتی شو او دوهم ځای يی ونيوه چی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی دا د چينايانو لومړنی مډال ؤ .

* تور هوسۍ __ رودولف

تاسی پوهيږی چی يوه داسی نجلۍ د روم د اولمپيک په سپورتی لوبو کی ډير شهرت وموند او د نړيوالو په زړونو کی دافسانوی څيره په توګه ښکاره شوه چی د کوچنيتوب په وخت کی د سږی او ګوزڼ په ناروغيو اخته شوې او په يوه اوسپنيز بوټ يی پلی وکړ . دغه نجلی د امريکا ښځينه لوبغاړې رودولف و او د سلو مترو ، دوه سوو مترو په سياليو او او د څلور سوه مترو په ٤ کسيزه ريلی ځغاستی کی يی دری طلايی مډالونه وګټل . د سياليو په ترڅ کی د غوره او ښکلی مهارت