<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-13 17:06:05    
د بيجينګ ښارځارواکي د المپيک په اړه ښوونې او روزنې ته په ډېره درنه سترګه ګوري

cri

د المپيک معنا څه ده ؟ معنا يې ځوانان او سوله ده ، د المپيک نړيواله سپورتي کميټه تل د ځوانانو روزنې اوښوونې ته په تيره بيا په ځوانانو کې د المپيک په اړه د معناګانو خپرولو ته په ډېره درنه سترګه ګوري ، په ٢٠٠٨ کال کې به د چين په پلازمينه بيجينګ ښار کې د المپيک سپورتي لوبې ترسره شي ، دا لومړي ځل دی چې د المپيک سپورتي لوبې به په چين کې ترسره شي ، نو د بيجينګ ښارځوانانوته څنګه د المپيک په اړه ښوونه او روزنه ورکوي ، اوس به د پروګرام په دې برخه کې په بيجنګ کې يوه ښوونځي ته ولاړشو او وبه يې ګورو٠

د ٢٠٠٥ کال د دسمبر په شپږمه نېټه د بيجنګ د المپيک د سپورتي لوبو تشکيلاتي کميټې او د چين د پوهنې وزارت په ګډه سره په ٢٠٠٨ کال کې د منځنيو او لومړنيو ښوونځيو د زده کوونکولپاره د المپيک د پوهنې د ورکولو پلان جوړکړاو په بيجنګ کې يې د المپيک د پوهنې د ورکولو په اړه شل نمونوي ښوونځي وټاکل چې په دې ډله کې د بيجينګ ښار نهم منځني ښوونځی هم شامل دی ، په دغه ښوونځي کې د المپيک په هکله د زده کړې ورکولو په باب حالت څنګه دی ، د دغه ښوونځي زده کوونکي زمونږ خبريال ته وويل ===== اواز ١ ======= زمونږ په ښوونځي کې هره اوونۍ يوځل د ملي بيرغ د اوچتولو مراسم پرځاي کيږي او په مراسمو کې زده کوونکي د ويناوو له لارې د المپيک د پوهنې په اړه معلومات نورو زده کوو نکوته ورکوي ، زده کوونکي د ويناوو د چتموکولو لپاره تل د المپيک په باب معلومات راغونډوي ، نو له دې لارې زده کوونکي هم په خپله د المپيک په باب يو لړ معلومات ترلاسه کوي ، پر ويناوو سربيره د بيجنک په نهم منځني ښوونځي کې د المپيک د نمونوي سفير د ټاکلو ، د المپيک په اړه د معلوماتوپه ګډون يو لړ فعاليتونه ترسره کيږي ، د دغه منځني ښوونځي زده کوونکي نه يوازې د دغو فعاليتونو له ﻻرې د المپيک سپورت په باب معلومات ترسره کړي بلکې د المپيک سپورت سره يې ژوره مينه وښودله ، په تيره بيا دوي په تدريجي توګه د المپيک د روحيې په معنا پوهيدلي دي ، چينګ اين د دغه منځني ښوونځي يوه زده کوونکې ده هغې خبريال ته وويل ====== اواز ٢ ====== زما په أندمونږ نه يوازي د المپيک په هکله يولړ معلومات ترلاسه کوو بلکې بايد د المپيک روحيه زمونږ په زده کړه او ژوند کې څرګنده کړو ، د بيلګې په توګه په سپورتي لوبو کې هرلوبغاړي بايد پر خپل ځان لوړې کچې ته د رسيدو باور ولري ، په لوبو کې چټکتيا ومومي او د تکړه سيال په وړاندې د مبارزې زړه ورتيا ولري ، په لنډه توګه هرڅوک بايدپر خپل ځان باور ولري ،په بله ژبه بايد د ستونزو او چليج سره د مبارزې جرأت ولري ٠

د بيجنګ د نهم منځني ښوونځي زده کوونکي د المپيک په ښوونه او روزنه کې ترلاسه شوي روحيه په خپلو عملياتو بدلوي ، د مثال په توګه دوي اوس د خپل ښوونځي د چاپيريال پاکوالی او ساتنې ته په ډېره درنه سترګه ګوري او په سپورتي فعاليتونو کې د ګډون علاقه او مينه يې تر پخوا نوره هم زياته کړې ده ٠

دغه راز پر نهم منځني ښوونځي برسيره د بيجنک د المپيک د ښوونې او روزنې په

نورو نمونوي ښوونځيو کې هم د المپيک په تړاو يو لړ په زړه پوري فعاليتونه ترسره کيږي ،

د بيجنګ د المپيک د سپورتي لوبو د جوړولو د کميټې او د چين د پوهنې وزارت د پلان له مخې سږکال به د المپيک په اړه ښوونه او روزنه د ټول چين د څلورو سوو مليونو کوچنيانو او ځوانانو کې خپره شي ، نو له دې امله به د چين په بيلابيلو ځايونو کې د المپيک په اړه د ښوونې او روزنې لپاره تر پنځه سوو ډېر نمونوي ښوونځي وټاکل شي ،

همداشان په راتلونکو دوو کلونو کې به د بيجنګ د المپيک د سپورتي لوبو تشکيلاتي کميټه د هرکال د اګيست او سپتمبر په مياشتو کې د چين په لومړنيو او منځنيو ښوونځيو کې د يوې نړۍ او يو خوب په نامه د المپيک په باب د عکسونو ، انځورونو ، شعارونو او خطاطۍ په ګډون يولړ د ښوونې او روزنې د سيالۍ فعاليتونه ترسره شي ٠ د المپيک د سپورتي لوبو مؤسس پيري دي کوبيرتين په أند د المپيک روحيه په حقيقت کې يو ډول ښوونه او روزنه ده ، کوچنيان او ځوانان د نړۍ او هم د المپيک راتلونکي دي ، نو ځکه دوي ته د المپيک په اړه ښوونه او روزنه ورکول د المپيک د سپورتي لوبو او د ټولنيز پرمختګ لپاره ډېر ستر اهميت لري ، لکه څنګه چې د بيجنګ د نهم منځني ښوونځي مشر ښاغلي ما باو شينګ وويل ==== اواز ٣ ====== د المپيک په اړه د ښوونې او روزنې د نمونوي ښوونځيو د رامنځته کيدو له ﻻرې به مونږ د بيجنګ د المپيک د سپورتي لوبو لپاره د المپيک د ښوونې او روزنې په باب يو لړمعنوي دارايي راغونډه کړو چې د بيجنګ ، چين او د المپيک د ټولو سپورتي لوبو لپاره خپل خدمتونه ترسره کړو ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځايه پاي ته ورسيد نيکمرغه او خوشاله اوسۍ٠