<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-14 16:53:18    
د عمر وروستې مودې ته پاملرنه

cri

د بيجينګ د سون تانګ په نامه يو روغتون شل کاله دمخه جوړ شوی او د يوې خيريې موسسې په توګه داسي يو روغتون دی چه د بي وزلو زړو کسانو ساتنه او هغوي ته پاملرنه کوي . اوس په دغه روغتون کې داسي دوه سوه ديرش تنه سپين ږيري او سپين سرې ناروغان ژوند کوي چه د جوړيدو شونتيا يي نشته . خبريال وليدل چه دغه روغتون يو باغ ته ورته دی او په انګړ کې يي په شلګونو تنه زاړه کسان راغونډ شوی چه ځيني يي اوپرا وايي او ځيني نور يي ورزش کوي ، دوي ټول د خپل ژوند وروستې مودې ته نژدي شويدي . په دغه روغتون کې اوسيدونکي ناروغان په څليرويشتو ساعتو کې د ژوند او طب تر پاملرنې او درملنې لاندي دي چه دوي خپل بدني دردونه او د مړينې ګواښ هير کړې او په أرامه توګه د خپل ژوند وروستی موده تيره کړي .

د نوموړي روغتون مشر ښاغلي لي وي وويل که څه هم چينايان زړو کسانو ته د درناوي او احترام عادت لری او ناروغانو ته ښه پاملرنه کوي ، خو هغه ناروغان چه د ژوند پر وروستې پولې ولاړ دي ، د ژوند له اسانتياوو او پاملرنې پرته نورې پاملرنې او همدردۍ ته هم اړتيا لری . نو زمونږ په روغتون کې دوي ته د خپل ژوند په وروستيو شيبو کې پاملرنه ورکول ډير اهميت لری . ښاغلي لي وويل اولادونه خپلو زړو پلرونو ا و ميندو ته يوازي د ملګرتيا احساسات ورکولی شي ، خو زاړه کسان د خپل ژوند په وروستی موده کې ډيرې زياتې غوښتنې او اړتياوې لري . څرګنده ده چه اولادونه تجربه لرونکي ډاکتران نه دي او خپلو زړو پلرونو اوميندو ته د وروستي پاملرنې ښه پلان نشی جوړولی ، نو ددوي غوښتنې هم نشی پوره کولی .

د دغه روغتون د خپل خدمت په لړ کې ډير څه وړاندي کړيدی . له شلو کلونو راهيسې اولس زره تنه زړو کسانو په دغه روغتون کې يي د خپل ژوند وروستی شيبې تيرې کړيدي چه ددوي منځني عمر يي دوه اتيا کاله و او تر ټولو لوي عمر يي يو سلو نهه کالو ته رسيده .

د دغو ځانګړو ناروغانو د ساتلو په موخه د روغتون د جوړيدو په لومړيو کې د څليرويشتو ساعتو لپاره د درملنې ، رنځور پالنې او د ژوند د هراړخيز خدمت نظام پلی شويدی . د هرې کوټې لپاره يوه رنځورپاله ټاکل کيږي چه شپه او ورځ له ناروغانو سره يو ځاي ژوند کوي . د رنځورپالو مشرې اغلی لي وويل مونږ هره ورځ سهار په پنځو بجو پاڅيږو او د ناروغانو لپاره د مخ مينځلو ، د غاښونو برسو لو او په څمڅی سره د ډوډۍ ورکولو خدمتونه کوو ، ورپسې له هغو ناروغانو سره يو ځاي ورزش کوو چه د تګ توان لری او هغه ناروغان چه يوازي په کټونو پراته دي ، ماساژ يا چاپي کوو يي .

د نوموړي روغتون يو بل ځانګړيتوب دا دی چه تر اوسه پوري يي له دوو سوو پوهنتونو او ټولنيزو ډلو سره د اوږدې مودې اړيکې ټينګې کړي دي چه داوطلبان يي په خپل فارغ وخت کې زمونږ روغتون ته راشي او د ناروغانو لپاره نندارې وړاندي کړي يا ورسره خبرې وکړي او يا نور خدمتونه تر سره کړي . په يوه کوټه کې خبريال د چين د خبري رسنيو له پوهنتون څخه له راغلو زده کوونکو سره مرکې وکړې . زده کوونک ليو وويل زه هره اونۍ دلته راځم او دلته انا لي زما سره ښې اړيکې لري ، ددی سره له خبرو څخه هم خوشحإله يم . په يوه کوټه کې خبريال انا لي وليدله چه اوس يو نوي کاله عمر لری او د سرطان په ناروغۍ اخته ده . هغې وويل دلته زما کور دی او څو کاله کيږي چه دلته اوسيږم او په ډيرې خوشحإلۍ سره ارام ژوند کوم .

نن ورځ په چين کې يو سلو ديرش مليونه زاړه کسان شته چه د عمومي نفوسو په سلو کي لس برخه جوړوي . دا د چين په ټولنه کې د ډيرې توجه وړ مسئله ده چه څنګه هغو زړو کسانو او ناروغانو ته ښه پاملرنه وشي چه په سختو ناروغيو اخته شوي او د خپل ژوند وروستې مودې ته رسيدلي دي .

اوس په چين کې د سون تانګ غوندي سل روغتونونه يا خدمتي سازمانونه شته چه زره تنه خدمتګاران پکي کار کوي . دغه راز په ځينو طبي پوهنتونونو کې د ژوند د وروستې پاملرنې په هکله د درسونو ورکول پيل شويدي . پردې برسيره د ژوند وروستيو شيبو ته د پاملرنې ټولنه هم د جوړيدو په حال کې ده او هيله ده چه د ټولنې بيلابيلې زيرمې او ځواکونه په دغو چارو کې د برخې اخيستنې لپاره راغونډ شي .