<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-14 19:08:23    
په چين کې دراډيويي او تلويزيوني پروګرام يو بهرني وړاندي کونکي

cri

ښاغلي تونګ مو حان يو ايرلنډي دي او په روانې چيني ژبې راډيويي او تلويزيوني پروګرام وړاندي کولي شي ٠ خو څو کاله د مخه په يوه چيني کلمه هم نه پوهيده ٠ نوموړي د يوه غير مترقبه فرصت له امله يي چين ته راغلي دي ٠ اته کاله د مخه ښاغلي تونګ مو حان چه تازه له پوهنتون څخه فارغ شو ، يو وار د استراليا په سيدني کې د رحصتۍ په ورځوکې له يو چيني دوست سره اشنائي شوه او وروسته له خپلو دوو انګليسي دوستانو سره د چين د شمال ختيځې خوا د لياو يانګ ښار ته راغلي او په يوه ښوونځي کې د انګليسي ژبې استاذ شو٠ ده په ښوونځي کې د خپل ژوند په يادولو سره هغه وويل چه د هغه وخت له ژوند څخه ما ته ښکلي خاطره راپري ايښې ده ٠ يا ښوونکو يا زده کوونکو ټول له ما سره ډيره مينه درلوده ٠ د تونګ مو حان نوم په دي ښوونځي کې د زده کونکو له خوا ور ته وړاندي شوي دي ٠ مو د صحرا او حان د پاملرنې معني لري ٠ زده کوونکو هيله وکړه چه خپل استاذ زړه لکه د صحرا په شان پراخ وي او پراخ علم او هنر ولري ٠

ښاغلي تونګ مو حان د کار په دغه موده کې ددې ښوونځي د يوه چيني ښوونکې سره مينه درلوده او وروسته يي ورسره واده وکړ ٠ له دي نه وروسته ښاغلي تونګ مو حان د لوړو تحصيلاتو له پاره د درې نيمو کالو له پاره د بيجينګ د ژبو په پوهنتون کې په چيني ژبې زده کړې دي ٠ په پوهنتون کې د زده کړو په وخت کې يو وار په يو هنري فعاليت کې ښاغلي تونګ مو حان له يو افريقايي زده کوونکي سره د سيانګ شنګ په نامه په زړه پوري پارچه وښودله چه سيانګ شنګ په چين کې يو داسي دوديز هنر دي چه يو يا دوه تنه خندنۍ خبرې اتري کوي او زيات چينايان د سيانګ شنګ د اوريدلو سره ډيره مينه لري ٠ له نوموړي نندارې څخه د ښاغلي تونګ مو حان ځانګړي استعداد څرګند شوي دي او له امله يي هغه د زده کونکي په توګه د چين د سيانګ شنګ د مشهور هنرمند ښاغلي دينګ ګوانګ چون له خوا ومنل شو٠ ښاغلي دينګ ګوان چوان وويل هغه ډير شوخ طبع طبعيت لري او په ورځني ژوند کې په هر ځاي او هر وخت کې د خندا سبب کيږي ٠ همداشان ښاغلي تونګ مو حان له چينايانو سره د تګ راتګ له امله د چين زياتې ټوکې ټکالې زده کړي دي ٠

اوس ښاغلي تونګ مو حان د چين د بين المللي راډيو د چيني ژبي د خپرونې او د بيجينګ د تلويزيوني ستيشين د پروګرام د وړاندي کونکي دنده په غاړه لري ٠ هغه وويل چه دي نوموړي کارونه ځکه ټاکي چه د هغه له پاره ډير ګټور دي ٠ تونګ مو حان وويل چه نوموړو دوو پروګرامونو ډير په زړه پوري او د چين د عادي اوسيدونکو او په تيره بيا په ښارونو کې د چينايانو د ژوند د ښه معلومولو له پاره يي ما ته ډير ښه فرصتونه برابر کړي دي ٠ د چين د بين المللي راډيو په اړه د چين په باب د بهرنيانو نظريې پروګرام د ښاغلي تونګ مو حان ، فرانسوي ښاغلي جوليان او د چيني پيغلې لي سين له خوا وړاندي شوي دي ٠ په دي پروګرام کې دوي دريواړه په چيني ژبې د چين په ټولنه کې د پام وړ موضوعاتو په باب خبرې او بحث کوي ٠ پيغلې لي سين خبريال ته وويل له دي امله چه دوي دريواړه په دريو هيوادونو پوري تړاو لري ، نو د ځينو مسئلو په هکله يي نظر بيلابيل دي ، نو د پروګرام د وړاندي کولو په وخت کې د دوي ترمنځ بحثونه کله کله سخت ښکاري ٠ خو د دريواړو ترمنځ اړيکې ډيرې ښي دي ٠ پيغلي لي سين وويل د پروګرام د جوړولو په وخت کې تونګ مو حان ډير زيرک او ټوکې کوي او کله کله د ماشوم په شان څه چي غواړي هغه يي وايي ٠

ښاغلي تونګ مو حان له خپلې ميرمن او زوي سره په بيجينګ کې اوسيږي ٠ هر سهار هغه د کار له پاره د چين بين المللي راډيو ته را ځي ، بر سيره پر دي هغه هم تل په تلويزيون کې مرکه مني او هر ه ورځ ډير بوخت ښکاري ٠ هغه وويل زه غواړم چه په بيجينګ کې د عادي بيجينګيانو په شان ژوند وکړم ٠