<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-14 20:00:35    
د چين ځوانه اوکڼه نڅاکوونکې تاي لي خوا

cri

د ٢٠٠٦ کال د چين د دوديزپسرلني اختر په ماښامي هنري غونډه کې د يوويشتو کڼو او ګونګو نارينه او ښځينه نڅاکوونکو لخواد زرلاسونو لرونکي رب النوع په نامه يوه ډېره په زړه پوري ننداره ترسره شوه او د چين د مرکزي تلويزيون په يوه ځانګړې خپرونه کې هم د چين په سلګونو مليونو خلکو ته وښودله شوه چې په پايله کې دغې نندارې د چين د خلکوډېره حيرانتيا او ستاينه ترلاسه کړې ده ، نندارچيانو نه يوازې دغه نڅا بلکې د دغه نڅا د اصلي نڅاکوونکي د کڼې نجلۍ تاي لي خوانوم هم په زړونو کې په ياد ساتلی دی ،

نجلۍ تاي لي خوا د چين د خو بۍ ولايت د يي چانګ په ښار کې په يوه عادي کورنۍ کې زيږيدلې او په دوه کلنۍ کې د يوې ناروغۍ له امله کڼه شوه ، له هغه وخته راهيسي د هغې ژوند له سکونتيا او ارامتيا څخه ډک شوی چې هيڅ اواز او موسيقي نشي اوريدلی ، نجلۍ تاي لي خوا په خپل کوچنيوالي کې د انځور کښلو سره ډېره مينه درلوده ،په اوه کلنۍ کې نجلۍ تاي لي خوا د خپل پلار او مور لخوا د کڼو او ګونګيو يوه ښوونځي ته وسپارله شوه ، دغه ځانګړي ښوونځي نجلۍ تاي لي خوا ته يوه نوې دنيا رامنځته کړه ٠ په ١٩٩٤ کال کې نجلۍ تاي لي خوا د خو بۍ ولايت د انځورونو هنر د پوهنځي د ښکلاپه فاکولته کې شامله شوه ، له دغې پوهنځي څخه له فارغيدو وروسته هغې د کڼو او ګونګيو کسانو په يوه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده پيل کړه، ، د ٢٠٠٢ کال د اګيست په مياشت کې هغه په رسمي توګه د چين د معيوبينو هنري پلاوي ته وسپارله شوه ، اوس هغه د دغه هنري پلاوي د مشرې او عمومي هنري څارونکي په توګه دنده په غاړه لري ، په تيرو کلونو کې نجلۍ تاي لي خوا د معيوبينو د هنري نندارو لومړې کچه مډال ، د مې د لومړي ورځې د زيارکښانو او د چين د لسو غوره ځوانانو مډالونه ترلاسه کړي دي

د ٢٠٠٠ کال د سپتمبر په مياشت کې نجلۍ تاي لي خوا د چين د معيوبينو د هنري پلاوي سره د نيويارک د کانيکي د موسيقي په تالار کې چې ورته د لوړې کچې موسيقي ماڼۍ ويل کيږي يوه ډېره ښکلې نڅاوکړه دغه راز د ٢٠٠٢ کال د اکتوبر په مياشت کې نجلۍ تاي لي خوا د دغه هنري پلاوي سره په جاپان کې د معيوبينو نړيوالې سرمشريزې غونډې ته نندارې وړاندې کړې ، د غونډې استازيو د چين د معيوبانو هنري پلاوي ته د بشريت د ځانګړي هنر مشعل او د ټولې نړۍ د شپږو سوو مليونو معيوبينود نمونوي سفير په نامه وباله ،نجلۍ تاي لي خوا د دغه هنري پلاوي د نمونوي سفيرې په توګه د چين د شپيتو مليونو معيوبينو استازې ده ، د ٢٠٠٣ کال د مارچ په مياشت کې تاي لي خوا د چين د معيوبانو د هنري پلاوي سره د پوليند په پلازمينه کې هم په زړه پوري نندارې وکړې د پولند ولسمشر او دده ميرمن د دغو نندارو ليدنه وکړه ، ددوي ښکلو او خوندورو نندارو پر پوليندي ننداره چيانو ډېره اغيزه وکړه او د دوي لوړه ستاينه يې ترلاسه کړه ، د ٢٠٠٥ کال د چين د دوديز پسرلني اختر په ښودل شوي ننداره کې نجلۍ تاي لي خوا د ډېرو ښکلو نڅاوود ښودلو له امله په چين کې شهرت موندلی او نوم يې هم په ټول چين کې د سلګونو مليونو چينايانو لخوا وپيژندل شو ٠ د يوې کڼې نجلۍ په حيث تاي لي خوا د خپلو زيارونو او کوششونو له لارې د معيوبينو لپاره يوه ډېره ښه نمونه ګرځولې چې که چيرې معيوب کسان په خپلو زړونو کې يو لوړ همت رامنځته کړي او ددې همت د ترسره کولو لپاره کوشش وکړي نو هغوي به وکړای شي چې د عادي خلکو په شان کار او ژوندوکړي او برياليتوبونه ترلاسه کړي ٠ ،