<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-15 20:21:56    
د چنګ دو په ښار کې د پنداګانو يا ميږی خوړونکو داډې سيل

cri

پندا په چين کې د ژويو يوه ملی زيرمه ده ، خو د دغو ژويو شمېر اوس دومره زيات نه دی . نو د دغو قيمتي ژويو د ساتنې لپاره د چين د جنوب لويديځ د سی چوان په ولايت کې د وو لونګ په نامه د پنداګانو د ساتنې طبيعی اډه او د دغه ولايت په مرکز چنګ دو کې هم د پنداګانو د روزنې د څيړنې اډه جوړه شوی ده . چين ته د سفر په دې کړی کې به تاسو ته د دغې اډې په هکله څه معلومات درکړو . دغه اډه د چنګ دو ښار په شمال د فو تو نومی د غره په لمن کې پرته ده او ځمکه يې يو سلو پنځه هکتاره پراخوالی لری . کله چې خلک دغې اډې ته ننوځي ، نو ګڼ ځنګلونه يې تر سترګو کيږي او د مرغانو خواږه أوازونه اوريدل کيږي . دغه ښکلې منظره خلکو ته خوندور احساسات رامنځته کوي .

په دغی اډی کې وياندې جای جينګ زمونږ خبريال ته وويل ___ اواز____

د چنګ دو ښار د پنداګانو د څيړنې اډه د ١٩٨٧ کال د مارچ په مياشت کې جوړه شوی او تر اوسه پوری په کې اته څلويښت پنداګان روزل کيږي ، که څه هم شمېر يې زيات نه دی ، خو دغه اډه د پنداګانو د ساتنې لپاره په ټوله نړۍ کې تر ټولو لوی مرکز دی . د تيری پيړۍ په اويايمی او اتيايمی لسيزی کې په چين کې د پنډاګانو په هکله يوه سندره ډيره مروجه وه ، څرنګه چې د سی چوان ولايت په طعبيی چاپيريال کې د پنډاګانو ژوند له ډير سخت ګواښ سره مخامخ و او د دوی خوراک لپاره ډير زيات بانکسونه مړ شول . له ګواښ سره د مخامخ پنډاګانو د ساتنې لپاره د چنګ دو ښاروالی د کارپوهانو د يوې ډلې جوړونې په ګډون يو لړ تدبيرونه ونيول او په پای کې يې د بانکسونو د کميدو مصيبت کنترول کړی دی . له هغه وخت وروسته د تکنالوجی د وسايلو په درلودلو سره د چنګ دو ښاروالی پرېکړه وکړه چې په شمالی خوا کې د فو تو نومی غره په لمن کې د پنډاګانو د ساتنې لپاره يو مرکز جوړ کړي او شپږ پنداګان په کې وساتل شي ، اوسنی مرکز د دغې اډی بنسټيز شکل و .

اوسني اته څلويښت پنداګان له شپږو ساتل شويو پنډاګانو څخه زيږيدلي دي . د دغی اډې د ساينس او تکنالوجی د برياليتوبونو په هکله وياندې جای جينګ وويل ___اواز___

پنډاګان د اته مليونه کاله مخکې راپيدا شوي ، خو د نويو زيږيدليو پنډاګانو روزنه يو ډير ستونزمن کار دی . مونږ له اوږدی مودی څيړنې وروسته د پنډاګانو څو خصوصيتونه پيدا کړی دی چې له مخې يې د نويو زيږيدليو پنډاګانو د روزنې په برخه کې له لويو پنډاګانو سره مرسته کوو . د بيلګې په توګه که چيری وحشی پنډاګان دوه وړوکی پنډاګان وزيږوي ، نو د وړوکيو پنداګانو د روزنې لپاره د توان محدوديت او د شيدو د کموالی له امله يې مور يوازی يو کوچنی پنډا روزلی شي ، خو مونږ په بريالی توګه غبرګوني پنډاګان روزلي دي . د پنډاګانو د علمی څيړنې په هکله مونږ له هيڅ تجربی څخه ګټه نه شو اخيستلای ، نو له ١٩٨٧ کال څخه مو د پنډاګانو د روزنې د څيړنې په کار پيل وکړ .

خبريال په اډی کې يوازی اوه ، اته پنداګان وليدل چې زياترو يې بانکسونه خوړل يا هم ويده وه . وياندې جای جينګ وويل د ګرمې هوا له امله له غرمی وروسته زيات پنډاګان خوب کوي او د سهار په نهو بجو دوی له کوټې بهر ساعت تيری کوی .

که څه هم په دغې اډی کې د بانکسونو ځنګلونه ډير پراخ دی ، خو د پنداګانو اړتيا نه شي پوره کولای . هر لوی پندا د ورځې له شلو څخه تر دېرشو کيلو ګرامو بانکسونه خوری او زياتره بانکسونه له نورو ځايونو څخه اخيستل کيږي .

له ١٩٨٧ کال څخه تر ١٩٩٣ کاله پوری دغه اډه بالکل د علمی څيړنې يوه څانګه وه او د پنداګانو د روزنې د څيړنې کار يې کاوه . له ١٩٩٣ کال وروسته دغې اډې د خلکو پر مخ خپله دروازه خلاصه کړې او له ٢٠٠٣ کال وروسته يی د سيلانۍ چاری پرانستې دی . اوس زيات شمير بهرنی سيلانيان دغه اډه د خپل سفر هدف ټاکي .

د امريکی يوی سيلانې چې ايلی نوميږي ، خبريال ته وويل ___اواز____

دا لومړی ځل دی چې زه پنډا ګورم ، دوی ډير زړه وړونکی دی . زه له پنداګانو سره ډير مينه لرم او دغه ځای ته زما سفر ډير خوندور دی .