<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-15 20:54:43    
افغانستان به په مداومه توګه د نشه يی توکيو توليد او قاچاق ته د ضربی په رسولو باندی ټينګار وکړی

cri

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د جون په ١٥ نېټه د شانګهای د همکارۍ د سازمان د شپږمې سرمشريزې غونډې د رئيسه هېواد د ميلمه توګه په دغه غونډه کښی يوه وينا وکړه او ژمنه يی وکړه چه افغانستان به په مداومه توګه له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د نشه يی توکيو توليد او قاچاق ته د ضربی پر رسولو باندی ټينګار وکړی٠ هغه وويل چې زمونږ په أند ترهګری يوه نړيواله مسئله ده ، مهمه خبره دا ده چې ترهګرۍ د خپلو سازمانونو د جوړولو مرحلې ته پرمختګ کړی او حتی د ترهګريزو سازمانونو شبکې د ځينو هېوادونو پرحکومتونو باندی هم منفی اغيزې کړېدي٠ اوس مونږ د هغه کار د مخنيوۍ لپاره هڅې کوو چې افغانستان يو ځل بيا نورو هېوادونو ته زيان رسونکی ترهګريز مرکز ونه ګرځی ٠ په همدی وخت کښی مونږ هيله هم لرو چې د نورو هېوادونو حکومتونه د دغې مسئلې په مقابل کښی مسئولانه رويه غوره کړی ٠ په هر کوم هېواد کښی به د ترهګرۍ موجوديت هرومرو د دغه هېواد ګټو ته زيانونه ورسوی ٠

ولسمشر حامد کرزی زياته کړه چې د افغانستان پرمختګ يوازی له سيمه ايزو هېوادونو سره د خپلې همکارۍ له لاری ترسره کيدای شی ٠ هغه په رسمی توګه ژمنه وکړه چې افغانستان به په مداومه توګه د نشه يی توکيو توليد او قاچاق ته د ضربی په رسولو باندی ټينګار وکړی او په جدی توګه به خپله ژمنه پوره کړی ٠