
که څه هم په نړۍ کی بېلا بېل قومونه او ژبی شته، خو د نړۍ په ګوت ګوت کی خلک د کلتور له لارې يو له بل سره د نظريو تبادله او تفاهم کولای شی. څو ورځې وړاندی د شن جن په ښار کی د چين د نړيوالو کلتوری چارو په دوهم نندارتون کی د چين او نورو هېوادونو د لس ګونو مشهورو ښارونو کلتوری سرچينی او توليدات وښودل شول.
ژېړ سيند د چين د لرغونی کلتور سرچينه ده او اوس يو شمېر لرغونی هنرونه لا هم خپل تازه ځواک لری. په لومړی شمېره خونه کی د هه نان له ولايت څخه راغلو شل ګونو روزونکيو د تايجيچوان په نامه د يوه ډول ځانګړی ورزش نندارې وړاندې کړې . تايجيچوان پنځه ډولونه لری چې د چن په نامه تايجيچوان پکی تر ټولو لرغونی ډول دی. د شمېرنې له مخې په نړۍ کی يو سل او پنځوس مليونه وګړي د تايجيچوان ورزش کوی. روزونکی چن ګانګ خبريال ته وويل-------
د تايجيچوان ورزش د زاړه واړه، نر او ښځی لپاره ګټور دی. د تايجيچوان ورزش د روغتيا د ساتنې او همدغه رنګه د ناروغيو د مخنيوی او درملنې لپاره هم اغېزمن دی. دغه ورزش د عصبی کمزورتيا، د وينو د لوړ فشار د درملنې لپاره هم ګټه لری.
چين يو ډېر لوی هېواد دی او په بېلا بېلو ځايونو کې يی رنګارنګ کلتوری ډولونه شته. د چين د سه چوان ولايت د نان چونګ ښار لخوا ايښودل شوی انځورونه د هغه ځای د لرغونی او اوږده کلتوری تاريخ يوه څرګنده نښه ده چه نندارچيان له داسی نقاشيو څخه د چين د ملی نقاشيو دوديزه روحيه احساسولی شی . نقاش هه يو لونګ وويل----
د سه چوان ولايت د نان چونګ ښار خلک دوديز کلتور ته په درنه سترګه ګوری، نو ډېر کسان له انځورولو سره زياته مينه لری. ملی نقاشۍ د چين د څو زره کلن تاريخ لخوا رامنځته شوي هنري اثار د
ی. د سه چوان په ټيټ ځای کی د هنر دروازه تړل شوی، خو لومړنی دودونه او ښکلا يی ساتل شويده.
د چين په جنوب لوېديځ د ګوی جو ولايت د مياو قوم د استوګنې عمده سيمه ده. دغه قوم د لا ران په نامه هنر چې له مومو څخه په ټوکرانو کی ګټه اخيستل کيږی، جوړ کړی چې ډېره قومی ځانګړتيا لری. ښاغلی هونګ فو يوان د دېرشو کلونو لپاره د لا ران د طرح کولو او د لا ران ټوکرانو د ساتلو لپاره کوشش وکړ. د ده په نظر د لا ران هنر يو لرغونی هنر دی او زياتی کلتوری ځانګړتياوی لری. هغه وويل قومی نقاشۍ د قومی هنر او کلتور څرګندويه ده، داسی له نقاشيو څخه د قومی نظريی، تاريخ او احساسات څرګنديږی.
په دغه نندارتون کی پر دوديز کلتور سربيره، معاصر هنر هم ښودل شوی چې نندارچيان د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری په رڼا کی د چين تازه ګی حس کولی شی. په تيره بيا د شن جن په شان ځوان ښار کی د معاصر کلتور د پرمختګ لپاره مساعده زمينه برابره شويده. د کارټون چارې په دغه ښار کی يوويشت کلونه تاريخ لری چې د ډيزني ډېر کارټونی فلمونه دلته چمتو او جوړ شوی دی.
په دغه نندارتون کی د بريتانيا، المان، د کوريا جمهوريت او استراليا په شمول د نژدې شلو هېوادونو هنرمندانو او سوداګرانو ګډون درلود. دوی د چين د لرغونی کلتور ستاينه وکړه او خپل ځانګړی هنر يی وښود. د ګوان جو په ښار کی د استراليا د کونسل مرستيال کريستوفر ګرين خبريال ته وويل ---
چين ډېر لرغونی تاريخ لری. استراليا يو ځوان هېواد دی. نو مونږ د چين ښکلی هنر او کلتور ته زياته پاملرنه کوو.