<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-16 18:17:31    
نری رنځ __ د ١٩ پيړۍ " سپينه ساری ناروغی "

cri

ګرانو اوريدونکو ، د پاکستان د صوبه سرحد اوريدونکی طاقت الله همدرد په يو ليک کی د روغتيا ساتنی په اړه څو پوښتنې کړې دي . د پروګرام په دی کړۍ کی به هغه اوتاسو ته د نری رنځ په اړه څه معلومات وړاندی کړو .

" مخ سپين ، روغتيا کمزوری او ټوخی يی زيات دی ... " د ١٩ پيړۍ په ناولونو او هنری اثارو کی د نری رنځ ناروغانو په اړه دغه شان تفصيلات زيات لوستل کيدل . په هماغه وخت کی نری رنځ ته سپينه ساری ناروغی ويل کيده .

په ١٩ پيړۍ کی د نری رنځ د دغې سختی ساری ناروغۍ له امله ګڼ شمير خلکو د خپلو خپلوانو يا ملګرو ژوند ورڅخه واخيست . د ٢٠ پيړۍ په اوږدوکی که څه هم د انټی بيوټيک (ANTIBIOTICS) او نورو اغيزمنو درملو په رامنځ ته کيدو سره په نړۍ کی دغه شان ناروغان کم شوی ، خو د روغتيا نړيوال سازمان دا ګواښ کړی چی په وروستيو کلونو کی په بيلا بيلو هيوادونو کی نری رنځ بيا زيات شوی دی ، نو له دی امله نړيوال بايد د دغې ساری ناروغی د مخنيوۍ لپاره په پرله پسی توګه هڅه وکړي .

نری رنځ داسی يو ډول مزمنه ساری ناروغی ده چی له امله يی ميکروبونه د تنفسی جهاز له لاری سږيو ته له داخليدو وروسته د ټوخی ، د خراشکې او وينو بيليدو ، په سينه کی درد ، تبی ، د وجود ضعيفوالی او اشتها ورکيدنی په شمول په بدن کی يو لړ تکليفونه او ستونزی رامنځ ته کوی .

د انټی بيوټيک ، د بی سی جی واکسين په تطبيقولو او د کيمياوی درملو

په رامنځ ته کولو سره د نری رنځ پر ضد د بشريت په تاريخ کی يو ستر بری وګڼل شو چی پړاو لرونکی ارزښت يی درلود . نو له دی امله د شلمی پيړۍ د اتمی لسيزې په لومړنيو کلونو کی امريکا دا نظر وښود چی د شلمې پيړۍ تر پايه پوری به بشريت د نری رنځ ناروغی له منځه يوسی . خو د خواشينۍ خبره دا ده چی لا نن ورځ هم انسانان د دغې ساری ناروغی له نوی ګواښ سره مخامخ دی . د روغتيا د نړيوال سازمان د يو رپوټ له مخی په وروستيو کلونو کی نری رنځ د نړۍ په هر ګوټ کی ترسترګوکيږی . په ١٩٩٥ کال کی د نړۍ په چوکاټ کی دری مليونه تنه وګړو د دغی ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی چی دغه شمير يی د تير هر کال په پرتله هم زيات و . د هغی شميرنې له مخی چی د ٢٠٠٣ کال د مارچ په ٢٤ نيټه يعنی د نری رنځ د کنترول او مخنيوۍ په نړيواله ورځ د نری رنځ د مخنيوۍ په باب د نړيوال عملياتی سازمان لخوا اعلان شوې ، نن ورځ په نړۍ کی لا هم هره ورځ ٥٠٠٠ کسان د نری رنځ له امله له نړۍ څخه سترګی پټوی ، دغه شان هر کال په دغه ډول ساری ناروغۍ اخته شوی کسان له اته مليونه تنوڅخه اوښتی دي .

د دغه ډول حالت د رامنځ ته کيدو يو مهم لامل دا دی چی په وروستيو شلو کلونو کی د زياتو هيوادونو حکومتونو د اړوندو تګلارو په جوړونه کی د نری رنځ کنترول او مخنيوۍ ته دومره پاملرنه نه ده کړې چی له امله يی د دغې ساری ناروغۍ د مخنيوی سيستمونه تخريب شوی ، حتی له منځه تللی دی . د سالمو وګړو په پرتله د ايدز ناروغان په أسانه توګه په نری رنځ اخته کيږی چی اندازه يی د عادی کسانو په پرتله څه ناڅه ٣٠ ځله زياته ده . د ايدز ناروغان اکثرأ د نری رنځ ناروغی له امله مړي او د نړۍ په چوکاټ کی د ايدز

ناروغی په خپريدو سره د نری رنځ په ناروغۍ اخته شوی کسان هم د زياتيدو په حال کی دي ، او دغه راز د درملو پر ضد د نری رنځ د څو ميکروبونو د پيدايښت له امله د دغی ساری ناروغۍ کنترول او تداوی له زياتو ستونزو سره مخامخ کيږی .

نوله دی امله د روغتيا نړيوال سازمان په ګرده کره کی د نری رنځ په وړاندی د بيړنی حالت اعلان کړی . دغه سازمان په دی موخه چی د ټولې نړۍ په چوکاټ کی د نری رنځ ناروغۍ د کنترول او مخنيوۍ په اړه معلومات ورکول کيږی ، د ١٩٩٥کال په پای کی پريکړه وکړه چی د هر کال د مارچ ٢٤ نېټه د نری رنځ د کنترول او مخنيوۍ د نړيوالې ورځې په توګه وټاکی ، دغه راز يی په ١٩٩٧ کال کی يو اړوند عملياتی پلان هم اعلان کړ چی موخه يی په سلو کی د ٩٥ اړوندو ناروغانو بيرته پوره حاصلول دي .

ګرانو اوريدونکيو ، ددغه پروګرام په پاتی برخه کی به تاسو ته د نری رنځ ناروغۍ د مخنيوۍ په اړه څه ګټور معلومات درکړو . د دغې ناروغۍ د مخنيوۍ لپاره تر ټولو اغيزمنه لاره دا ده چی ماشومان له زيږيدنې وروسته په يوه مياشت کی د نری رنځ پر ضد واکسين شی . که څوک په دغې ناروغۍ اخته شوی ، نو هغه بايد د نورو په وړاندی ټوخی ، پرنجی او په لوړ أواز سره خبری ونه کړی ، او په هر ځای کې خراشکې تو نه کړي ، دغه راز بايد هره ورځ د کوټې کړکۍ پرانيزی او د اوسيدو کوټې له تازه هوا څخه ډکې کړي . البته دغه ډول ناروغی تر دايمی درملنی لاندی ونيول شی ، دا يو ضروری خبره ده .

ګرانو اوريدونکيو ، همدااوس مو د نری رنځ په اړه څه معلومات واوريدل . مونږ تل ستاسو د روغتيا او أرامۍ په هپله يو .