<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-16 18:26:50    
په ملګرو ملتونو کښی دريمه ښځينه مشره ټاکل شويده

cri

د جون په اتمه نېټه د ملګرو ملتونو د شپيتمې عمومی اسامبلې په غونډه کښی د بحرين ښځينه ديپلوماته شيخه حيا رشيد الخليفه د دی نړيوال سازمان د يو شپيتمې عمومی اسامبلې د مشرې په توګه ټاکل شويده٠ هغه د١٩٦٩ کال راهيسی د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلې لومړی ښځينه مشره او د دغه نړيوال سازمان په يو شپيته کلن تاريخ کښی د عمومی اسامبلې دريمه ښځينه مشره ده٠

شيخه حيا رشيد الخليفه د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلې د مشرې په توګه د ټاکل کيدو نه وروسته په غونډه کښی يوه وينا وکړه او په هغه کښی يې له خپل ځان څخه د بېلا بېلو غړيو هېوادونو او په تيره بيا د أسيايی هېوادونو له ملاتړ او باور نه مننه وکړه٠ هغې په خپله وينا کښی د نړۍ په وړاندی اوسني ډول ډول موضوعات او ستونزې يادې کړې چې له هغې ډلې څخه يوه يې له ښځو سره ناعادلانه سلوک دی٠ هغې دې ته هم اشاره وکړه چه د ترهګرې د له منځه وړلو لپاره نړيواله ټولنه بايد د بی وزليتوب، بی کارۍ او بی سوادۍ په شمول يو لړ ټولنيزې مسئلې حل کړی٠

شيخه حيا رشيد الخليفه چه دری پنځوس کلنه ده ، په کويټ پوهنتون کښی د قانون علم د ليسانس علمی درجه ترلاسه کړې او په مصر کښی يی لوړ تحصيلات ترسره کړی٠ هغه د بحرين لومړنی ښځينه مدافع وکيله ده چه د دېرشو کالو لپاره يی د قانون کارونه کړی او لا تر اوسه هم د بحرين د شاهی کورنۍ د محکمې سلاکاره ده٠

دغه راز شيخه حيا رشيد الحليفه د بحرين لومړی ښځينه ديپلوماته هم ده چې له ٢٠٠٠ کال څخه تر ٢٠٠٤ کاله پوری يې په فرانسه کښی د بحرين د لوی سفيرې دنده په غاړه واخيسته او په بيلژيک ، سويدن او هسپانيا کښی د بحرين ګرځنده سفيرې او د ملګرو ملتونو د يونسکو په سازمان کښی د بحرين استازې هم وه٠ هغې د ځانګړو تجربو له امله له ١٩٩٧ کال څخه تر ١٩٩٩ کاله پوری د مدافعی وکيلانو د نړيوالې ټولنې د منځګړی کميټې د لومړی مرستيالې دنده په غاړه واخيسته او پر دې دندې ګمارل شوې لومړی عربه ښځه وه٠ له ٢٠٠٥ کال راهسی خليفه په پاريس کښی د نړيوالې سوداګريزې ټولنې د منځګړې محکمې استازی هم ده٠

د ملګرو ملتونو په تير شپيته کلن تاريخ کښی د دی نړيوال سازمان د عمومی اسامبلې د مشرتابه لپاره دوه نورې ښځينه مشرې هم ټاکل شوې وې چې يوه يې په ١٩٥٣ کال کښی د هند له هېواد څخه ويجايا لاکشمی پانديت د ملګرو ملتونو د اتمې عمومی اسامبلې د مشرې په توګه او دوهمه يی په ١٩٦٩ کال کښی د لايبريا اوسيدونکی ميرمن انګيې بروکس د ملګرو ملتونو د څليرويشتمې عمومی اسامبلې د مشرې په توګه دندې ترسره کړيدی ٠

د ملګرو ملتونو د اوسنی عمومی اسامبلې مشر او د سويدن د بهرنيو چارو وزير جان ايلياسون له دې امله چه شيخه حيا رشيد الخليفه د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلې د نوی مشرې په توګه ټاکل شوې، هغې ته مبارکی وويله او باور يی څرګند کړ چې ميرمن خليفه به د قانون علم د ښو مخکنيو دندو او غنی ديپلوماتيکو تجربو پر بنسټ د ملګرو ملتو د عمومی اسامبلې يوه وتلی مشره وګرځی٠ دغه راز د ملګرو ملتونو سرمنشی کوفی انان هم خليفې ته مبارکی څرګنده کړه او ويی ويل : باور لرم چې ټول غړی هېوادونه به له خليفې څخه ملاتړ وکړی او خليفه به هرومرو د ملګرو ملتو په کارونو کښی نوی برياليتوبونه حاصل کړی٠

عمومی اسامبله د ملګرو ملتونو له شپږو عمده ارګانونو څخه شميرل کيږی او له ټولو غړيو هېوادونو څخه جوړيږی٠ د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلې مشر په نوبتی توګه د أسيا ، افريقا، ختيځې أروپا، لاتينی امريکا او لويديځې أروپا پنځو سيمو لخوا د خپلې سيمې د يوه هېواد استازی نومول کيږی او د عمومی اسامبلې په غونډه کښی د ټولټاکنو له لاری ټاکل کيږی ٠ د نوبت له مخی، د ملګرو ملتونو د يو شپيتمې عمومی اسامبلې د مشر دنده بايد د أسيايی هېوادونو د استازی په غاړه وی ٠ هر کال د سپتمبر په مياشت کښی د ملګرو ملتونو د نوی دورې عمومی اسامبله پيل کيږی او د ټولو غړيو هېوادونو غونډه جوړيږی٠ نو ځکه شيخه حيا رشيد الخليفه به د راتلونکی سپتمبر له ١٢ نېټې څخه په رسمی توګه د ملګرو ملتونو د شپيتمې عمومی اسامبلې د مشر جان ايلياسون په ځای د يو شپيتمې عمومی اسامبلې مشره وګرځی٠