<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-17 20:26:08    
په زړه پوری او مدنی کلی __ دونګ سی يی

cri

د چين د شان شي ولايت د ځه جو ولسوالی د با ګونګ په علاقه دارۍ کې يو په زړه پوری کلی شته چې دونګ سی يی نومېږي . دغه مشهور کلی د يو تصوېر په شان ډېرښکلی دی چې نه يوازی په زړه پوری طبيعی منظره لری ، بلکی د کلتوری مرکز ، لوبغالی ، کتابتون ، ټلويزيوني مرکز ، ښونځي او روغتون په ګډون بېلا بېل تاسيسات هم پکې شته دي .

پاکوالی د دغه کلی ښکاره ځانګړتيا دی . د تېرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې دغه کلی د رئيس ما ځه دونګ او صدراعظم جوو ان لای له خوا د روغتيا ساتنې د يو بېلګيز کلی په توګه وستايل شو . خو په هغه وخت کې دونګ سی يی يو بی وزلی کلی و او د بزګرانو ژوند پکی ښه نه و. د اصلاحاتو او ورخلاصون له اصولو سره سم له دغه کلی سره نژدی د سکرو کان د پرمختګ له امله بی وزلی له منځه لاړه . په ٢٠٠٥ کال کې د ټول کليې د توليداتو عمومی ارزښت پنځه اتيا ميليونه يوانو او د هر کس کلني منځنی خالص عايدات څلور زره او پنځه سوه او شپيته يوانو ته رسيدل .اوس دونګ سی يی کلی نه يوازی يو پاک ، بلکی يو شتمن کلی هم دی .

د دغه کلی د کمونست ګوند څانګی منشی تيان جن لو وويل : هغه بزګران چې بډای شوی زده کړې ته اړتيا لری . په تېرو څو کلونو کې مونږ ګام په ګام په دې پوه شوی يوو چې د نوی کلی د ابادولو لپاره بايد بزګرانو ته ښه روزنه او زيات معلومات ورکړو.

په دغه کلی کی هر ماشومان په وړيا توګه په وړوکتون کې داخليږی او لومړنۍ

زده کړه تر لاسه کوی او هغه کسان چې په پوهنځيو او پوهنتونونو کې زده کړه کوی د زده کړي له اندازې او سويې سره سم به په جلا جلا توګه له دوه زره يوانو څخه تر شل زره يوانو پوری جايزې تر لاسه کړي . دغو تدبيرونو په پوره توګه د زده کړې په اړه د کليوالو احساسات پياوړي کړې دي . په وروستيو څو کلونو کې د دغه کلی څه دپاسه دوه سوه شپيته تنه زده کوونکي په بېلا بېلو پوهنځيو او پوهنتونونو کې زده کړه کوی . د دی تر څنګ دغه کلی هر کال د ماليې ، ادارې او د کښتونو د کرنې په ساحو کې د بزګرانو د روزنې لپاره پوهانو ته بلنه ورکوی . تر اوسه پوری په ټول کلی کی د دغو پوهانو له خوا د روزل شويو کسانو شمير شل زره تنو ته رسيدلی دی .

د دونګ سی يی کلی بزګران له خورا ښه روحی ژوند څخه برخمن دی. د دغه کلی بزګران له تېرو يوويشتو کلونو راهيسی هر کال د پسرلي جشن په وخت کې پخپله يوه ننداره جوړوی چې له دوه زره او شپږ سوه بزګرانو څخه څه دپاسه يو زر او څلور سوه تنه په دغه ننداره کې ګډون کوی او هر کال د څراغونو جشن په وخت کې د دغه کلی بزګران د بېلا بېلو خوراکونو د پخولو په اړه سيالی کوی . بره سيره پردی ، په دونګ سی يی کلی کی نورې بېلا بېلی مسابقې د بزګرانو سپورتی لوبې، لکه د کاليو او جامو جوړولو مسابقه ، د انځورونو مسابقه او داسی نورې مسابقې تر سره کيږی .

د چين په يو شمير کليو کې له دود سره سم ، د واده او ماتم مراسم په مجلل ډول تر سره کېږی. خو ډېرې کورنۍ د دغو مراسمو په تر سره کولو ډېرې پيسې لګوی .نو د دونګ سی يی کلی له همدی امله د واده او ماتم مراسمو تر سره کولو په

اړه يوه کميټه جوړه کړه چې په ځانګړی توګه د دغو مراسمو په تر سره کولو کې له بزګرانو سره مرسته وکړي . د دغې کميټې په مرستې سره د دغو مراسمو د تر سره کولو په وخت کې هره کورنۍ زياتی پيسی سپمولی شی .

په تېرو شلو کلونو کې دونګ سی يی کلی دروغتيا ساتنې له يو بيلګيز کلی څخه يوه عصری ، بډای او د تمدن په يو کلی بدل شوی او د روزنې د بېلا بېلو پروګرامونو په تر سره کولو سره ، د بزګرانو ژوند ګام په ګام ښه شوی دی .