<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-18 19:20:38    
د دنګ ګوی پينګ له خوا ويل شوی بهرنی سندری

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍ کی به تاسو ته د چين د مشهورې سندرغاړې دنګ ګوی پينګ له خوا ويل شوی يو لړ بهرنی سندری وړاندی کړی٠ لومړی به مونږ په ګډه د يوه ايټالوی سندره واورو چی موسيقی يی د تولستوی له خوا جوړه شوی او نوم يی عشقی سندره دی٠

( سندره ١ )

دنګ ګوی پينګ اوس د نړۍ د اوپيرا په نندارتونونو کی ډېره فعاله ده٠ نوموړی په ١٩٧٨ کال کی د جنوب لويديځ چين له يون نان ولايت څخه د چين د موسيقۍ پوهنتون کی د چين له مشهور پروفيسر شن شيانګ څخه د اوپيرا ويلو زده کړې کړې او له فراغت وروسته د چين د راډيو په هنری ډله کی د يواځينۍ سندرغاړې په توګه هنری کار کوی٠ په ١٩٨٦ کال کی دنګ ګوی پينګ په وار سره د امريکی د بوستن پوهنتون په هنری انستيتوت کی او د جوليت د موسيقۍ په ښوونځی کی د موسيقی زده کړه وکړه٠ په ١٩٩٣ کال کی د مېرمن پتنګ په نامه د اوپيرا وړاندی کولو له امله دنګ ګوی پينګ د ډېر شمېر خلکو پام راجلب کړی دی٠ اوس به مونږ په ګډه د پيشو په نامه د انګلستان د مشهور موسيقۍ جوړوونکی ويبر له خوا ليکل شوی اوپيرا يوه مشهوره سندره واورو چی نوم يی يادونه دی٠

(سندره ٢)

د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د ايتاليا يوه مشهوره سندره واورو چی نوم يی دی د اسپانيا ښځه دی٠

( سندره ٣)

ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته ورسېد ! روغ او خوشی له اوسئ!