<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-18 19:36:02    
اکولوژيکی بم – کمپيوتر

cri

د انسان په نننی ژوند او کار کی کمپيوتر ډېر استعماليږی، خو د چاپيريال ساتونکو په نظر يو کمپيوتر يو اکولوژيکی بم هم دی، ښايی چی دغه نظر څه نا څه افراطې وی٠ خو د کمپيوتر د توليدولو د بهير، د کمپيوتر د اومه موادو او د کمپيوتر د له کاره ايستلو وروسته به مجبورأ د چاپيريال د ساتونکو نظر وپيژندل شی او چاپيريال ته د متروک شويو کمپيوترونو د ککړتيا څخه به زياتی انديښنې څرګندی شی٠ د چاپيريال ساتنی سازمان له خوا د برابر شويو معلوماتو له مخی د يوه کمپيوتر د جوړولو لپاره تقريبأ يو اعشاريه اته ټنه سوان مواد، اوبه او نور کيمياوي مواد مصرفيږي، نو د کمپيوتر د توليدولو لپاره يېر طبيعی منابع مصريږي او چاپيريال ته زياته ککړتيا رسيږي٠ د شمېرنی سره سم د يوه کمپيوتر د جوړولو لپاره مصرف شوي اومه مواد د کمپيوتر د وزن نه لس چنده دروند دی، خو د يوه موټر يا يخچال د جوړولو لپاره مصرف شوي اومه مواد د خپل موټر يا يخچال نه يوازی دوه چنده دروند دی٠ د انديښنې وړ خبره دا ده چی د کمپيوتر د پردې، کلک او نرم کالي او د برقي جريان د تختې او نورو اجزاوو د توليدولو په وخت کی ډېر زيات زهرجن شيان مثﻵ نه سوزيدونکی پمبې، ارسنيک ، جيوې ، سرب او داسی نور استعماليږي چی د کمپيوتر د استعماليدو په وخت کی د حرارت د لوړوالي له امله هوا ته د دغو زهرجنو شيانو د خپريدو په اثر زمونږ روغتيا ته ضرر رسيږي٠

البته د کارلويدلو کمپيوترونو د له منځه وړلو په وخت کی د سوزيدو له لاری هوا او اوبو ته مستقيمه ککړتيا رسيږي او ، که په زمکه کی ښخ شی، تر زمکې لاندی اوبو ، کښتونو او حتي د انسان ژوند ته ضرر رسيږي٠ د مثال په توګه په فرانسه کی هر کال يو لکو پنځوس زره ټنه الکترونيکي توليدات توليديږي، خو يوازي په سلو کی لس الکترونيکی کثافات بېرته ترلاسه کيږي٠ په نړۍ کی ډېره زياته اندازه الکترونيکي کثافات په مستقيم ډول تر زمکي لاندی ښخ کيږي يا په غير قانوني توګه په غريبو هېوادونو باندی خرڅيږي، نو کمپيوتر د اکولوژيکی بم په نامه ياديږي ځکه چی دغه کثافات همدغو هېوادونو اوبو او زمکو ته ډېر تاوانونه رسوي٠

د عالمانو په نظر هر الکترونيکي تجهيزات د استعماليدو په ترڅ کی زيات شمېر الکترومقناطيسې موج ويشل کيږي چی دغه الکترونيکي دمه د انسان د فيزيولوژيکی عمل د بي نظمۍ سبب ګرزي چی په نتيجه کی د سر درد، بي خوبي او د حافظې کمزورتيا رامنځته کوی٠ نو مونږ بايد د خرابو شويو کمپيوترونو او نورو الکتروتيکي شيانو څخه د بيا ګټې اخيستلو لپاره کوښښ وکړو٠