<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-19 17:19:07    
يو ويغوری سپين ږيری د خپلې مينې له مخی د هان قوم يوه هغه نجلی روزی چه د لارې له سره څخه يې موندلې

cri

له نهو کلونو راهيسی د چين د شينجيانګ د کاشغر په سيمه کښی يوه داسی زړه رپوونکی کيسه خوله په خوله ګرځی چه د ويغوری قوم دوه اويا کلن سپين ږيری ابوريز نورک د هان قوم يوه معيوبه بی مور او پلاره نجلی منلې او د خپلو ټولو شتمنيو په لګولو سره يی د دغې نجلۍ بدنی نيمګړتيا پوره کړيده٠

د چين د شينجيانګ د کاشغر سيمې د مارالبېشی ولسوالۍ ويغوری سپين ږيری ابوريز نورک يو زيار کښ، تود احساس لرونکی او خوشبين سپين ږيری دی٠

د ١٩٩٧ کال د سپتمبر په ٢٣ نېټه ابوريز نورک د لارې تر څنګه له وښو څخه د هان قوم يوه هغه نوی زيږيدلې نجلی وليدله چې ژړل يې٠ هغه نجلی په خپل غيږ کښی ونيوله، خو څه دپاسه يو ساعت تير شو، د نجلۍ پلار او مور يې و نه موندل٠ نو دغه نجلی يې خپل کور ته يووړله٠

سپين ږيری د نجلۍ پلار او مور د پيدا کولو لپاره زيات کوښښونه وکړل ، خو بريالی نشو٠ نو ځکه څلور شپيته کلن ابوريز نورک د دغې نجلۍ په ساتلو او روزلو پيل وکړ او پر هغې باندی يی يو ښکلی ويغوری نوم ٌ ايبراک ٌ کيښود چې معنی يی ٌ تر سپوږمۍ لاندی چينه ٌ ده٠

سپين ږيری ابوريک نورک د هغه وخت د حالت د يادولو په بهير کښی وويل چې ٌ په هغه وخت کښی زما يوې نېږې ورۍ وزيږاوه، نو ما نجلۍ ته د ميږی شيدې ورکړی، د هغې بڼه لږ څه ښه شوه٠ خو دوه ورځې وروسته د هغې نس غټ شو، نو ما وليدل چه هغې مقعد نه درلوده٠ ٌ

ابوريز نورک له خپلې ميرمن سره نجلی د علاقه دارۍ روغتون ته يووړله٠ ډاکټر د معاينې نه وروسته وويل چه دا نجلۍ د مقعد په فطری نيمګړتيا اخته شوېده٠ بايد سمدلاسه د هغې لپاره عمليات وکړی٠ خو د علاقه دارۍ روغتون د دغه عملياتو توان نه درلود ، نو يوازی يی د نجلۍ لپاره يو ساده نل نصب کړی ترڅو هغه خوړل شوی شيان اطراح کړی٠

له هغه وخت څخه هر دری ورځې وروسته سپين ږيری ابوريز نورک د خر ګاډۍ په وسيله نجلۍ د علاقه دارۍ روغتون ته بيوله چې د هغې دغه نل پاک کړی ٠ په لومړی کال کښی سپين ږيری په دی برخه کښی د دری زرو ژن مين بی يوانو په اندازه لګښت کړی ؤ ٠

د نجلۍ د لوئيدو له امله دغه نصب شوی نل د هغې د ودې اړتيا نشوه پوره کولای، که د نجلۍ لپاره نور عمليات و نه کړی، هغه به د مرګ له خطر سره مخامخ شی٠ ښاغلی ابوريز نورک او د ده ميرمن دغه نجلی د خپلې لور په توګه بلله او پرېکړه يې وکړه چه لور د اقسو ښار روغتون ته ورسوی چې د هغې د بدنی نيمګړتيا درملنه وشی ٠ مګر د عملياتو لپاره ډير زيات لګښت په کار ؤ ٠ دوی د طبی لګښت د راغونډولو لپاره خپل ټول ترلاسه شوی حاصلات وپلورل ٠ د دوی عمل پر کليوالو باندی اغيزه وکړه٠ هغوی هم ابوريز نورک ته نغدی پيسې پور ورکړې٠ سپين ږيری ابوريز نورک وويل چې ٌ په لوی ښار کښی د ژوند د لګښت د سپما لپاره مونږ زياتې ډوډۍ ٌ لان ٌ د اقسو روغتون ته يووړلې٠ په ديارلسو ورځو کښی مو يوازی ٌ لان ٌ وخوړ او نوره ډوډۍ مو وا نه خيستلې٠ مونږ په سپما شويو پيسو د خپلې لور لپاره غوښې او ګازرې واخيستې٠ که څه هم د اقسو په روغتون کښی يې د لور بدنی نيمګړتيا په پوره توګه نده جوړه شوې ، خو وروسته له هغو عملياتو د اطراحی موادو د نل د پاکولو لپاره هرې دری ورځې وروسته يو ځل د علاقه دارۍ روغتون ته تګ نور په کار نه ؤ ٠ ٌ

د اقسو له روغتون څخه بيرته خپل کور ته له تللو نه وروسته سپين ږيری ابوريز نورک او خپلې ميرمن ټينګه اراده ونيوله : په هره بيه چې وی ، خامخا به د لور د ناروغۍ درملنه وکړی٠ په وروستنيو کلونو کښی اويا کلن ابوريز نورک په مداومه توګه د کرنې کارونه وکړل او ترلاسه شوی عايدات يی راغونډ کړل ترڅو د لور د ناروغۍ د درملنې لګښت پوره کړی ٠

په ٢٠٠٣ کال کښی نجلی ايبراک د هان قوم د ماشومانو لومړی ښوونځی ته چه له کور څخه پنځه کيلومتره ليری دی ، داخله شوه ، سپين ږيری ابوريز نورک هر سهار خپله لور د خرګاډۍ په وسيله ښوونځی ته رسوی او ماښام يې بيا له ښوونځی څخه بيرته کور ته بيوله ٠

د رون کال د فبرورۍ په ٢٤ نېټه د بېلا بېلو کچو د حکومتونو په مرسته د چين د شينجيانګ د خپلواکې سيمې ولسی روغتون په بری سره د نجلی ايبراک لپاره د مقعد جوړولو عمليات کړی او په پوره توګه يی د هغې بدنی نيمګړتيا ليرې کړېده٠ د څه دپاسه دوو مياشتو له درملنۍ نه وروسته ايبراک يوه پوره روغه نجلی ګرځيدلی ده٠

سپين ږيری ابوريز نورک په خوښۍ سره خبريال ته وويل چه ٌ نوموړی روغتون په پوره توګه زما د لور د ناروغۍ درملنه کړېده، اوس هغه پخپله ځان کنترولای شی٠ مونږ به د هغې د راتلونکی ژوند اړه نوره انديښنه و نه کړو٠ ٌ

ايبراک اصلأ يوه د لارې پرسر غورځول شوې بدمرغه نجلی وه، خو د خوښۍ وړ خبره دا ده چه د ويغوری قوم پلار او مور په پاملرنه يې نيکمرغه ژوند پيدا کړيدی٠

ګرانو دوستانو ، اوس له تاسو څخه يوه پوښتنه کوو چه ويغوری سپين ږيری ابوريز نورک د چين د بل کوم قوم معيوبه نجلی روزلی ده ؟ هيله ده چه تاسی په خپلو ليکونو کښی سم ځواب راکړی ء ! مننه !