<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-19 20:27:24    
اختراعات د چين د دولتی تصديو د پرمختګ يوخوځند ځواک ګرځيدلی دی

cri

ګرانو اوريدونکو ، څو موده مخکې د بواو د اسيايی فورم د ٢٠٠٦ کال په کلنۍ غونډه کې د چين حکومت د اړوندو څانګو چارواکيو ،د چين د دولتی تصديو مسئولينو او د نړيوالو شرکتونو مشرانو د چين د دولتی تصديو په پرمختګ کې د اختراعاتو د رول لوبولو په باب بحث وکړ .د دوی په نظر په خپله اختراعات د چين د دولتی تصديو د پرمختګ يو خوځند ځواک ګرځيدلی دی چې له امله يی په کورنی او بهرنی بازار کې د دغو تصديو توان نورهم پياوړی او لوړ شوی دی .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په دغه پروګرام کې به تاسو ته په دی اړه معلومات وړاندی کړو.

په چين کې دولتی تصدي د اقتصادی پرمختګ کې يو عمده ځواک دی او ډير مهم رول لوبوي . په نړۍ کې د پنځه سوه غښتلو تصديو له ١٨ چينايی تصديو څخه پنځلس دولتی تصدۍ دي .د چين حکومت د دولتی تصديو د اختراعاتو او نوی والی هڅونې ته په درنه سترګه ګوري .د چين د دولتی شورا د دولتی شتمنۍ د څارنې او ادارې کميټې د مسئول مرستيال وانګ ژوی شيانګ وويل (اواز...............) تصدي د خپلو اختراعاتو په بهير کې يو توليدي او عمده ځواک دي .له اختراعاتو څخه د يو برخمن هېواد د أبادۍ يو ه ډيره مهمه برخه په خپلو اختراعاتو کې د تصديو د عمده رول پياوړتيا ده چی د بازار له اړتياوو سره سم د تصديو د يوې عمده برخې په توګه د تکنولوژی په برخه کې د اختراعاتو او نوی والی يو سيستم وټاکل شی .لويی دولتی تصدي په اوږد مهاله پلانونو او سترو علمی پروژو کې مهمه دنده پر غاړه اخلي .

پنځه څلويښت کاله دمخه دچين د يونګ يانګ ډله جوړه شوه چی د سمندری ليږدولو را ليږدولو او د مالونو وړلو او راوړلو په عمده موخه کې يوه لويه دولتی تصدی ده .په

وروستيو کلونو کې دغه ډله پرمخ تللی او چارو يی هم پرمختګ کړی دی .د دغې ډلې عمومی مدير وی جيا فو په دغه کلنی غونډه کې وويل چې زمونږ ډله د کورنی ادارې او د نظم ساتلو په برخه کې اختراعاتو او نوی والی توان ته په درنه سترګه ګوري.(اواز...............)

د خپلې ډلې د لازيات پرمختګ لپاره مونږ د ادارې ميکانيزم په برخه کې لومړی د خپلې ډلې د جوړښت د تنظيمولو له لارې داسی اداری جوړښت ټاکلی چې له بازار سره سمون خوري .

تر اوسه پوری دغه ډله داسی يو نړيواله تصدی ګرځيدلی ده چې د جوړيدو په پيل کې يی د بيړيو شمير له څلورو څخه شپږ سوه عصری سوداګريزو بيړيو ته زيات شوی او د مالونو ليږدولو کلنۍ اندازه يی له دری سوه مليونو څخه اوښتی ده .

په ١٩٩٨ کال کې د دغې ډلې کلنی ګټې يوازی پنځه سوه مليونه يوانو ته رسيدلی خو ګټې يی په ٢٠٠٥ کال کې له شل مليارډه يوانو څخه زياتی شوی چې دغه شمير د ١٩٩٨ کال په پرتله څلويښت ځله زيات دی.

د خپل اختراعاتی توان د لوړوالی له امله په کورنی او بهرنی بازار کې د چين د ګڼ شمير دولتی تصدۍ پياوړی او ځواکمنی شوي دي .دغو تصديو د خپلو اختراعاتو او نوی والی له لاری پرمختللی نتيجې تر لاسه کړې او د زياتو نړيوالو تصديو پاملرنه يی راجلب کړی ده .دوی د چين د دولتی تصديو د اختراعاتو نتيجو د چين د مثبتی ارزونې ترڅنګ دغو تصديو ته ځينی وړانديزونه کړي دي .د دګوسا شرکت يو لوی نړيوال شرکت دی او د دغه شرکت عمومی مدير د منځنيو او کوچنيو دولتی تصديو د تخنيکی اختراعاتو په اړه وويل (اواز..........) په چين کې پوهنتونونه سترې سرچينې دي .زمونږ شرکت په شانګهای کې د دغو سرچينو په کارولو

1سره د څيړنې يو مرکز جوړ کړی دی .زما په نظر منځنی او کوچنی دولتی تصدي کولی شی چې له دغو پوهنتونو څخه د نويو نويو توليداتو د څېړنې لپاره ګټه واخلي.

د بو او د ٢٠٠٦ کال په کلنۍ غونډه کې برخه والو څرګنده کړه چې دولتی تصدي بايد له خپل حالت او شرايطو سره سم په اختراعاتو لاس پوری کړي او د نظم ،اداری او تکنالوژۍ اختراعاتو سره يو ځای کړي او پردی بنسټ په خپله اختراعات اونوی والی په ريښتنی توګه د چين د دولتی تصديو د پرمختګ يو غښتلی خوځندځواک وګرځي .