<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-19 18:19:13    
د چين او افغانستان مشرانو په بېجينګ کې خبرې اترې وکړې

cri

د چين د بين المللی راډيو دخبر له مخی،د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جون په ١٩ نېټه په بېجينګ کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی سره خبرې اترې وکړې. د واړو مشرانو د خپل منځيو اړيکيو د ټينګتيا، د ګډې علاقی وړ نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه.

هو جين تاو وويل د چين او افغانستان ترمنځ اړيکي يو نوې پړاو ته رسېدلي دی.دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ پوهاوی ، دوستی او د همکاری اړيکې پياوړی کړي. حامد کرزی وويل د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل اعتبار او دوستی په پر له پسی ټينګه شوی ده او افغانستان د چين د اوږدې مودې له مرستو مننه کوی.

ولسمشر حامد کرزی د چين د دولت رئيس هو جين تاو په بلنه د جون په ١٨ نېټه په يو څلور ورځنی سفر بېجېنګ ته راورسېد. هغه به د شيګ جيانګ د ويغور خپلواکې سيمې ته هم سفر وکړي.