د سين هوا اژانس د خبر له مخی،د چين د دولتی شورا غړی او د ملی دفاع وزير څاو ګانګ چوانګ د جون په ١٩ نېټه په بېجينګ کې د افغانستان د دفاع له وزير عبدالرحيم وردک سره د کتنې په ترڅ کې وويل چين د افغانستان د خپلواکۍ،ملی واکمنۍ ، ځمکنۍ بشپړتيا او د دغه هېواد د خلکو له خوا د غوره شوې لارې درناوی کوی.چين هيله لری چې د دغه هېواد د بيا أبادۍ په بهير کې ګډون وکړي.
ښاغلی عبدالرحيم وردک وويل چين د افغانستان د اعتماد وړ ګاونډی او ملګری دی.افغانستان هيله لری چې له چين سره همکاری او د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د اړيکو د ټينګتيا لپاره کوشش وکړي.