د چين دبين المللی راډيو د خبر له مخی ، د چين د دولت رييس هو جين تاو د جون په نولسمه نيټه په بيجينګ کی د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی سره خبری اتری وکړې او دواړو خواوو په بيلا بيلو ساحو کی د همکارۍ د پياوړتيا او د دواړو هيوادونو ترمنځ د هراړخيزې همکاری اړيکيو د ټينګتيا او پرمختيا په اړه ګډې نظريی ترلاسه کړې او د چين او افغانستان ترمنځ د نيک ګاونديتوب او دوستانه همکاری ترون يی هم لاسليک کړ .
ښاغلی هو جين تاو دا خبره ټينګار کړه چی چين د افغان خلکو هغه ټولنيز نظام او پرمختيايی لارې درناوی کوی چی له خپلی ارادې سره سم يی ټاکلی ده ، دغه راز به د افغانستان د بيا رغاونی په بهير کی په فعاله توګه برخه واخلی . ښاغلی هو جين تاو دا وړانديز وکړ چی دواړه خواوی به د ترانسپورټ ، بريښنا ، د کانونو ايستنې او مخابراتو په مهمو ساحو کی او په امنيتی چارو ، د ترهګری او د نشه يی توکيو د قاڅاق پر ضد مبارزو کی خپل منځی همکاری پياوړی کړي .
ښاغلی کرزی وويل ، د ده حکومت به د يو چين د پيژندنی پر تګلارې باندی ټينګار وکړي او د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستی او هراړخيزی همکاری اړيکيو د پرمختګ لپاره به هڅه وکړي او دغه راز غواړی د چين او منځنی اسيايی هيوادونو ترمنځ د همکارۍ په بهير کی د پل رول ولوبوی .