د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د م م د مرستندويه ډلې د جون په نولسمه نېټه د امريکا په مشرۍ په افغانستان کې له نړيوالو ائتلافی پوځونو او د دغه هېواد له حکومتی پوځ څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان په جنوب کې د سترو پوځی عملياتو د تر سره کولو پر وخت د عامو وګړو د غلطو وژنو او ټپی کيدو مخنيوی وکړی. اوس په افغانستان کې د نړيوالو ائتلافی پوځونو او حکومتی پوځ څه دپاسه يوولس زره تنه سرتيري د دغه هېواد په جنوب کې له طالبانو سره د جګړې په حال کې دي. ځينی افغانان انديښمن دي چې د طالبانو د له منځه وړلو په موخه د دغو سترو عملياتو له امله به عام وګړي ووژل يا هم ټپيان شی.
|