<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-20 18:27:51    
د فوټبال د لوبې سره چينايي مينه وال نړيوالې اتلولۍ ته پاملرنه کوي

cri

ګرانو اوريدونکو د سپورت نړۍ په ننني پروګرام کې به تاسو ته يو راپور وړاندې کړو چې عنوان يې دی ، د فوټبال لوبې سره چينايي مينه وال نړيوالې اتلولۍ ته پاملرنه کوي

د ٢٠٠٦ کال د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ لوبې د جون په نهمه نېټه په المان کې پيل شوې ، که څه هم په دغو لوبو کې د چين تيم نه ليدل کيږي ، خو د دغو لوبو د ليدنې لپاره د چينايي مينه والو تاوده احساسات نه کميږي ، د چين له عامو خلکو څخه تر دولتي مشرانو پورې د فوټبال سره بې شميره مينه وال روانو لوبو ته ډېره پاملرنه کوي ٠

د چين صدراعظم وين جيا باو لږه موده مخکې د المان له صدراعظمې ميرمن انجلا ميرکل سره د کتنې په ترڅ کې وويل زه دلته وايم ، زه د فوټبال له مينه والو څخه يم ، زه بايد يو ځل بيا تاسو ته توده مبارکي وايم چې د ٢٠٠٦ کال د نړيوالې اتلولۍ لوبې په جرمني کې ترسره کيږي ، زه هيله لرم چې دغه لوبې په برياليتوب سره پاي ته ورسيږي او المان په دغو لوبو کې بختور اوسي ، په چين کې د فوټبال د لوبې سره بې شميره مينه وال شته ، دوي به د نړيوالې اتلولۍ لوبو ته ډېره پاملرنه وکړي ، يقينأ ډېر زيات مينه وال به په نيمه شپه کې هم د فوټبال د لوبو د ليدنې لپاره خوب ونه کړي ، زه هم له دوي څخه يم ٠

د ٢٠٠٦ کال د نړيوالې اتلولۍ لوبې د جون له نهمې نېټې څخه د جولاي تر نهمې نېټې پوري په جرمني کې ترسره کيږي ، دغې لوبې د نړۍ له بيلابيلو هېوادونو څخه مينه وال ځانته راجلبوي چې په دې ډله کې د چين صدراعظم او بې شميره عام خلک هم شامل دي ،

د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ لوبې په هرو څلورو کلونو کې ترسره کيږي ، د روانو لوبو په ديرشو ورځو کې به د چين په بيلابيلو ځايونو کې چينايي مينه وال په مختلفو شکلونو سره خپل تاوده احساسات څرګندکړي ، که څه هم د جرمني په سپورتي ډګرونو کې د چين سپورتي تيم نه ليدل کيږي ، خو د بې شميره تليوزيونونو په وړاندې په ګڼو ګونوکې چينايي مينه وال ناست دي ، دوي په ډېرشوق سره روانې لوبې ګوري ، ښاغلي جنګ ده ګانګ د فوټبال په تيره بيا د ايتاليا د فوټبال د ټيم مينه وال دی ، هغه وويل سره له دې چې د جرمني په لوبو کې د چين ټيم نشته ، خو زه بيا هم غواړم چې دغه لوبې وګورم ، ، له ١٩٨٦ کال څخه راهيسي د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ هره لوبه زما په ژوند کې يوه نه کميدونکې برخه ده ، لکه څنګه چې د ډوډۍ او اوبو په شان نه کميږي ، هغه زياته کړه چې په دغه کال کې زه د ايتالوي ټيم مينه وال وم ، په دغه کال کې د نړېوالې اتلولۍ په لوبو کې ما د لومړي ځل لپاره د ايتالوي ټيم غوره والی وليداو له هغه وخته ما د دغه ټيم سره مينه راپيداکړه او تر اوسه پوري هم د دوي مينه وال يم ، په ١٩٩٠ کال کې د نړيوالې اتلولۍ لوبې په ايتاليا کې ترسره شوې ، د ايتالوي ټيم مشهورو غړيو روبيرتو باجيو او فرانکو بارسي په خپلو ښو مهارتونو سره زما مينه حاصله کړه ، ښاغلي چنګ ده ګانګ د ايتالوي ټيم شينې جامې اغوستې او په لاس يې سور ، سپين او شين رنګونه لرونکي بنګړي کړی و ٠

په حقيقت کې په چين کې د ښاغلي چنګ ده ګانګ په شان ډېر مينه وال شته ، دوي د بيلابيلو ټيمونو پلويان دي ، ځينې د ايتاليا ، ځيني د برازيل ، جرمنۍ ، هسپانيې او ارجنتاين مينه وال دي ، هرکله چې د فوټبال د نړېوالې اتلولۍ لوبې او يا اروپايي لوبې ترسره کيږي ، دوي د خپلې خوښۍ سره د ټيمونو پلوي کوي ، البته دوي د تليوزيون د دستګاوو په وړاندې خپله پلوي څرګندوي ٠

ښاغلي چنګ ده ګانګ وويل که څه هم د فوټبال په برخه کې د چين د مسلکي ټيمونو مهارت دومره لوړ نه دي ، خو چينايي مينه وال په دې اړوند زيات معلومات لري ، هغه مينه وال چې د کوم هېواد د فټبال د ټيم پلويان دي ، د هغه ټيم سره ډېر بلديت لري ، د نړيوالې اتلولۍ لوبې د دوي لپاره يوه ستره غونډه ګڼل کيږي ٠

د وخت د توپير له امله د نړېوالې اتلولۍ لوبې د بيجنګ په وخت په شپه کې ترسره کيږي ، دغه وخت د فوټبال د چينايي مينه والو لپاره څه نا څه منفي اغيزه لري هره ورځ درې لوبې په جلاجلا توګه د بيجنيګ په وخت د ماښام په نهو بجو ، د شپې په دوولسو بجو او د سهار وختي په دريو بجو ترسره کيږي ٠ که څوک وغواړي چې ټولې درې لوبې وګوري ، نو هغه به خوب ونشي کړای ٠

په چين کې نه يوازي عام خلک د فوټبال سره ډېر ه علاقه او مينه لري بلکې ځيني مشهور کسان خپله مينه هم ورسره لري ، د چين د کنګل پر مخ د لوبې مشهور لوبغاړي تونګ جيان وويل هغه هم د فوټبال سره ډېره مينه لري ، هغه وويل زه د انګلستان له ټيم سره مينه لرم او ددوي مهارت خوښوم ، دغه راز د ارجنتاين ټيم هم زما خوښ دی ، دغه ټيمونه خپل ځانګړي سبکونه لري ، پر مقابل ټيم باندې بريد کول ددوي يوازنې موخه ده ، زما په أند د فوټبال وروستنې موخه همدا ده ، د تيمونو ترمنځ شديدې سيالي د کتونکو زړونه راپاروي ، په روانو لوبو کې به کوم ټيم د اتلولۍ لقب ترلاسه کړي ، زما په نظر امکان لري چې برازيل به په لوبو کې وروستني بری ترلاسه کړي او د اتلولۍ لقب به وګټي ، خو د فرانسې او جرمني ټيمونه هم تګړه دي ، سره له دې چې د نړيوالې اتلولۍ لوبې هيڅکله په چين کې نه وې ترسره شوې او د چين ټيم يوازي يو ځل په دغو لوبو کې ګډون وکړ، خو چينايي مينه وال د نړۍ د نورو هېوادونو د مينه والو سره يو ځای د دغو لوبو څخه خوند اخلي او له دوي سره په يو مهال خپل احساسات څرګندوي ،