<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-20 14:58:30    
جيا چينګ لين څرګنده کړه چې چين به له افغانستان سره يو ځای د خپل منځی اړيکيو او متقابلې همکارۍ د پرمختګ لپاره کوښښ وکړی.

cri
د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د چين د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې مشر جيا چينګ لين د جون په شلمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې چين به له افغانستان سره يو ځای د خپل منځی اړيکيو او متقابلې همکارۍ د پرمختګ لپاره کوښښ وکړی چې د دواړو هېوادونو او خلکو ترمنځ دوديزه دوستی ژوره شی.
د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د کتنې پر وخت ښاغلي جيا وويل چې د روانې مياشتې په نولسمه نېټه د چين او افغانستان مشرانو د خپل منځی هراړخيزو همکاريو د اړيکيو په هکله مهمې موافقې تر لاسه کړې او د چين او افغانستان ترمنځ د نيک ګاونډيتوب، دوستۍ او همکارۍ تړون يی لاسليک کړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه همکارۍ د اړيکيو د دايمی او ثابت پرمختګ لپاره يی ټينګ سياسی او قانونی بنسټ ايښی دی. هغه وويل د چين د سياسی مشورتی کنفرانس ملی کمېټه به د افغانستان له پارلمان او مختلفو ټولنو سره په څو ساحو او بيلا بيلو سره اړيکې ټينګې او همکاری وکړی او په ژوره او هراړخيزه توګه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د نيک ګاونډيتوب، دوستۍ او همکارۍ پرمختګ پرمخ يوسی.
حامد کرزي وويل چې د افغانستان او چين ترمنځ د دوستانه همکارۍ د اړيکيو پياوړتيا د دواړو هېوادونو لپاره ګټوره ده او د سيمې له سولې او ګډ پرمختګ سره سمون لری. افغانستان هيله لری چې د چين له مختلفو ټولنو سره په هره ساحه کې همکاری پياوړی کړی.