<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-20 17:17:05    
د چين په استوايی سيمه کې د ځنګل داوطلبه ساتونکې ليو فانګ

cri

ګرانو اوريدونکو ، اوس د ښځي او ټولنې پروګرام وخت دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چه د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شی . د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين په استوايی سيمه کې د ځنګل د يوې داوطلبې ساتونکې ليو فانګ په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم .

ليو فانګ چې يوه ښکلی پېغله ده په ١٩٩٩ کال کې د بېجينګ پوهنتون قانون له پوهنځی څخه له فارغيدو وروسته د قانوني چارو په يو شرکت کې د وکيلې په توګه کار کاوه. يوه ورځ يی يو دوست ورته د لرغونو ځنګلونو داوطلبانو ساتونکو د راغونډولو په اړه يو پيغام ورکړ . ليو فانګ د دغه پيغام له لوستلو وروسته سمدلاسه په اړوندو ازموينو کې ګډون وکړ او بريالۍ شوه . له دې وروسته دا د هانګ کانګ له يو داوطلب سره يو ځای د اقيانوسيا د پاپوا نوی ګينی په هېواد کې د استوايی باران ځنګل د جنت ځنګل نومېږی د ساتنې مرکز ته ورسيده . دغه ځنګل د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې تر نورو د استوايی باران ډېر لوی ځنګل دی . خو د ونو د نا قانونه پری کولو او د وحشی څارويو د وژلو له امله دغه ځنګل له سختې ورانۍ سره مخامخ دی . له څېړنی سره سم ، که د ونو پری کولو او د څارويو وژلو کارونه کنترول کولای نه شی ، دغه ځنګل به په راتلونکو لسو کلونو کې له منځه لاړ شی . نو له دې امله د ليو فانګ په شان ډېر داوطلبان د دغه شان ځنګلونو د ساتلو لپاره کوښښ کوی .

په دغه مرکز کې د ليو فانګ لومړی کار دادی چې د خلکو او استوګنې سيمو د پرمختګ صندوق ( FPCD) د ځايی غير حکومتی سازمان د ځنګلونو پوهانو په لارښوونه د بېلا بېلو قبيلو د سيمو پولې په نښه کړی چې دغه پولې د بېلا بېلو قبيلو تر منځ په سلا مشورې سره ټاکل شوې دی. دغه پولې د ځنګلونو د ساتنې پولې هم دی .

د بېلا بېلو قبيلو ترمنځ د پولو له ټاکلو وروسته به داوطلبان د قبيلو له غوښتنو سره سم ، دغه سيمه په يو شمير برخو وويشیچې يوه برخه يی د استوګنی سيمه ، يوه برخه د ښکار کولو سيمه ، يوه برخه کرنې سيمه ده او داسی نور . له دې وروسته به ليو فانګ په دغه ځای کی د هرې ارزښتناکې ونې په اړه راټول شوی معلومات وساتی .

بر سيره پردی ، پيغله ليو له ځايی کسانو سره يو ځای د اکولوژيکی ځنګلونو په اړه روزنه تر سره کړه . له شمېرنی سره سم ، پخوا د هرې يوې ارزښتناکې ونې د پری کولو او وړلو تر څنګ د دغې ونې په شاو خوا نور پنځلس ونې هم وراني شوې .اوس د شنې سولې په نامه يو ځايی غير حکومتی سازمان داوطلبانو ته يو کوچنی ماشين ورکړي چې په خپل ځای کی په مستقيم ډول منډ منډ کولای شی . اوس د ليو فانګ په شان د داوطلبانو په مرستې د استوګنی په څه دپاسه ديرش زره هکتارو لرغونی سيمه کې د پولو د ټاکلو او څيړلو کارونه او د اکولوژيکی ځنګلونو په اړه ابتدايی چارې هم تر سره شوې دي .

ليو فانګ وايی : داوطلبان د خپلو کارونو په وخت کې هميشه له بېلا بېلو خطرونو سره مخامخ کېږی ، ځکه چې د استوايی باران په ځنګلونو کې ډېر خطرناک ژوی ژوند کوی او چاپيريال يی هم ډېر سخت دی . نو له دې امله هر يو

داوطلب د خپلو کارونو په تر سره کولو سره قربانی ته تياردی او له بد مرغو پيښو وروسته د هويت پيژندنې لپاره غاړه باندی يوه مسی نښه ځړوی چې د هغه معلومات پرې ليکل شوي وی .

ليو فانګ په پاپوا نوې ګينې کی د خپلو کارونو له پای ته رسولو وروسته بيرته چين ته راغله . هغې وويل : په دغه هېواد کې د يوی قبيلې د يو مشر هغې خبرې پر ما ژوره اغيزه وکړه . هغه وويل : زه غواړم ځينو کسانو نړيوالو ته ووايم چې د استوايی باران ځنګلونه زمونږ ټوله ارزو ده او زمونږ د راتلونکی په بيه د دوی کور نو جوړوی . نو که څه هم اوس پيغله ليو په چين کی پاتی ده ، خو لا تر اوسه هم د دغو ځنګلونو د ساتلو په اړه يو لړ کارونه تر سره کوی .