<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-20 17:17:17    
* په لسو لوبو کی د بشپړ مهارت اتلولی د ګټلو لپاره سيالی

cri

د روم د اولمپيک په سپورتی لوبو کی په لسو لوبو کی د بشپړ مهارت سيالی له ډيرو سختو ساليو څخه يوه وه . د امريکا لوبغاړی جونسن ، د چين د تای بۍ لوبغاړی يانګ چوانګ ګوانګ او د شوروی اتحاد لوبغاړی کوزنيزوف چی په هماغه وخت کی دوی په نړۍ کی تر ټولو تکړه او غوره ورزشکاران ګڼل کيدل ، په دغی سيالی کی برخه واخيسته . په پای کی لوبغاړی جونسن په ٨٦٨٣ عمومی نمرو سره لومړنی ځای ونيوه او لوبغاړی يانګ چوانګ ګوانګ د ٥٨کمو نمرو سره له جونس څخه وروسته پاتی شو او دوهم ځای يی ونيوه چی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی دا د چينايانو لومړنی مډال ؤ .

* توری هوسۍ __ رودولف

تاسی پوهيږی چی يوه داسی نجلۍ د روم د اولمپيک په سپورتی لوبو کی ډير شهرت وموند او د نړيوالو په زړونو کی دافسانوی څيری په توګه ښکاره شوه چی په کوچنيتوب کی د سږی او ګوزڼ په ناروغيو اخته شوې او د اوسپنيزو بوټونو په وسيلې روانه وه . دغه نجلی د امريکا ښځينه لوبغاړې رودولف وه او د سلو مترو ، دوه سوو مترو په سياليو او او د څلور سوه مترو په ٤ کسيزه ريلی ځغاستی کی يی دری طلايی مډالونه وګټل . د سياليو په ترڅ کی د غوره او ښکلی مهارت له امله اغلی رودولف د روم خلکو لخوا د تورې هوسۍ په توګه ياده شوه .

* د پر له پسی ٦ ځلو لپاره د اتلولی تاريخ پای ته ورسيد

له ١٩٢٨کال نه تر ١٩٥٦کاله پوری د اولمپيک د هاکی په پرله پسی ٦ لوبوکی د هند ډلې طلايی مډالونه وګټل . په ١٩٦٠ کال کی د روم د اولمپيک په سپورتی لوبو کی هندی ډلې زيار ايستلی چی د دغی لوبی په اړه خپله اوومه اتلولی ترلاسه کړي . وروسته له هغه چی په نيمه فاينلی مسابقه کی يی پر المان باندی بری ترلاسه کړ ، د اولمپيک په سپورتی لوبو کی ددوی برياليتوبونه داسی وښودل شو ل چی ټول ٣٠ سيالي يی وګټلی . خو د هند دغه تاريخ د روم په لوبو کی بدل شو چی د هاکی لوبی په وروستنی مسابقه کی پاکستان د صفر په وړاندی په ١ نمره ورباندی غلبه حاصله کړه ، په دی ډول د هند لخوا د پر له پسی اوو ځلو لپاره د دغی لوبی د اتلولی ګټلو خوږ خوب ترسره نه شو .

* اتل يليوټ چی د کانګروګانو له پوستکی څخه جوړشوی بوټان په پښو کړی و

په ١٩٦٠ کال کی د روم د اولمپيک له سپورتی لوبو مخکی يو استراليايی چی ( Elliott ) يليوټ نوميږی ، د ١٥٠٠مترو په ځغاستی کی يو نړيوال ريکارډ ټينګ کړی و . دډيرو کسانو په أند ، هغه د روم د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د دغی لوبی د طلايی مډال و ترلاسه کولو زياتی شونتياوې درلودلی . د هغه ورزشی بوټان د کانګروګانو له پوستکی څخه جوړشوی چی دغه ډول بوټان د اتلتيک لوبی د لوبغاړو ترمنځ ډير لږ ليدل کيدل . کله چی هغه د ورزشی ډګر وروستنی دايرې ته داخل شو ، و يی ليدل چی روزونکی يی دډګر په غاړه ولاړ ؤ او د يو سپين دسمال په خوځولو سره يی اشاره وکړه چی هغه د نوی ريکارډ دټينګولو وړتيا لری .

نو له دی امله يليوټ خپل ګامونه ګړندی کړل . که څه هم د هغه روزونکی د مسابقی د اړوندو قاعدو پر خلاف د پوليسو لخوا له ورزشی ډګر څخه بهر وايستل شو ، خو يليوټ ددی لوبی پخوانی ريکارډ مات کړ او طلايی مډال يی ترلاسه کړ .