د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د چين د ملی ولسی کانګرس ددايمی کميټې مشر وو بانګ ګو د جون په شلمه نيټه په بيجينګ کی د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی سره د کتنې په ترڅ کی څرګنده کړه چی چين په ټينګه له افغانستان سره د نيک ګاونديتوب او دوستۍ تګلاره پلی کړي او غواړی له افغانستان سره يو ځای د دواړو هيوادونو ترمنځ د هراړخيزې همکاری د اړيکيو دايمی پرمختيا لپاره هڅه وکړي .
ښاغلی وو بانګ ګو وويل ، د چين او افغانستان ترمنځ د نيک ګاونديتوب او دوستانه همکاری تړون لاسليکول د دواړو هيوادونو د اړيکيو په تاريخ کی پړاو لرونکی ارزښت لری او چين به له افغانستان سره په ګډه د دغه تړون د پلی کولو لپاره تدبيرونه ونيسی .
ښاغلی کرزی وويل ، افغانستان د چين د پرمختيايی برياليتوبونو ستاينه کوی او غواړی د چين له ګتورو تجربو څخه ګټه واخلی . هغه هيله څرګنده کړه چی چين په پر له پسی توګه د افغانستان د بيا رغاونی په بهير کی ګډون وکړي . ښاغلی کرزی وويل ، دده هيواد به له چين سره د لوړی کچی اړيکيو د نژديوالی له لاری په اقتصادی ، سوداګريزو او امنيتی ساحو کی همکاری پياوړی کړي چی په ګډه د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستانه همکاری اړيکی نوی پړاو ته ورسوي .