د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د جون په شلمه نيټه په بيجينګ کی وويل ، افغانستان ډير غواړی له چين او شاوخوا هيوادونو سره همکاری پياوړی کړی چی له ترهګرۍ ، بيلتون غوښتنی او تندلارې او نشه يی توکيو له قاچاق سره په ګډه مبارزه وکړي .
ښاغلی کرزی دغه خبره د چين د معاصرو نړيوالو اړيکيو په انستيتيوټ کی د خپلی وينا په ترڅ کی وکړه .
ښاغلی کرزی وويل ،افغانستان لا هم د ترهګرۍ او افراطيونو له ګواښ سره مخامخ دی چی دا په مستقيمه توګه د سيمې او نړۍ پر سولی او ثبات باندی اغيزه کوی .
د نشه يی توکيو په اړه ښاغلی کرزی وويل ، په افغانستان کی د نشه يی توکيو پرضد مبارزه د چين په شمول د نړيوالی ټولنی مرستې ته اړتيا لری .