د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د جون په يوويشتمه نېټه د افغانستان پوځ د دغه خبر پخلی وکړ چې د روانې مياشتې په شلمه نېټه د افغانستان حکومتی پوځ او ائتلافی پوځونو د هلمند په ولايت کې د طالبانو شل تنه وسله وال کسان وژلي دي. برسيره پر دې، د افغانستان حکومتی پوځ يو شمېر وسلې هم نيولي دي. د روانې مياشتې په پنځلسمه نېټه د امريکا په مشری ائتلافی پوځونو او حکومتی پوځ د افغانستان په جنوب کې د طالبانو د وسله والو کسانو د له منځه وړلو لپاره سترو پوځی عمليات پيل کړی.
|