<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-21 17:49:22    
هانکانګ نيان د داخلی مغولستان په څاړځای کې له بی وزلو نجونو سره مرسته کوي

cri

د هانکانګ ئيانو د مرستی د يادونې په وخت کې د چين د ځوانانو د سياسی پوهنځی د ټولنيزی فاکولتې د دريمی ټولګي زده کوونکې جانګ يونګ تينګ وويل کې د ميرمن جو جي بينګ مرستی نه وای ، نو زه د لومړی ښوونځی له زده کړی څخه بی برخه شوی وم .

د نجلۍ جانګ يونګ تينګ کور د چين د داخلی مغولستيان د خپلواکی سيمی د وو چوان په ولسوالی کې پروت دی . هغې په کوچنيوالی کې په جدی توګه زده کړه کوله او د يوې غوره زده کوونکی په توګه بلله کيدله . خو په هغه وخت کې پلار او مور يی پيسی نه درلودې او کله چې هغې د لومړی ښوونځی په پنځم ټولګی کې درس لوست دوو مشرو وروڼو يې په جلا جلا توګه په پوهنتون او لوړ منځنی ښوونځی کې زده کړه کوله، که څه هم پلار او مور يی خپل کور پلورلی ، خو بيا هم د خپلو کوچنيانو پيسی يې هم نه شوې پوره کړي .

کله چې نجلۍ جانګ د بی وزلۍ له امله له زده کړې څخه د بی برخه کيدو سره مخامخ وه ، د هانکانګ د ځی جينګ ټولنې مشرې ميرمن جو جي بينګ د چون لی په نامه د هغه پلان له لاری چې بير ته ښوونځيو ته د ستنيدو په موخه له بی وزلو نجونو سره د مرستو برابرولو لپاره جوړ شوی ، هغې ته مرستندويه لاس اوږد دی . له دې وروسته نجلۍ جانګ له لوړ منځنی ښوونځی څخه تر فارغيدو پوری د دغه پلان له لاری مرسته تر لاسه کړه ، له دې امله چې هغه په زده کړی کې ډيره تکړه وه ، نو ميرمن جو هم هغې ته په هانکانګ کې د زده کړې فرصت برابر کړ .

لا په ١٩٩٦ کال کې ميرمن جو جی بينګ د چون لۍ پلان سره سم له نجونو سره په

مرستو پيل وکړ او تراوسه پوری يې د څه دپاسه يو مليون يوانو پيسی برابرې

کړې او د داخلی مغولستان په کا لاچين په سيمه کې يی دوه ښوونځی جوړ کړل چې پکې يی د نجونو لپاره شل ټولګی پرانستلی او په وار سره يی له يوه زره دوه سوو نجونو سره مرستې کړی دی . سر بيره پر دې ميرمن جو هم هانکانګ ته د غوره نجونو د تګ لپاره نژدی يو لک يوانه پيسې برابرې کړې .

د چون لۍ په نامه پلان په ١٩٨٩ کال پيل شوی چې موخه يی په بی وزلو سيمو کې بير ته ښوونځيو ته د ستنديو لپاره له نجونو سره مرسته کول دی .

د داخلی مغولستان د ښځو د ټولنې مرستيالې جانګ شو هوا وويل په دغه سيمه کې د چون لی پلان له پلی کولو راهيسی له بی وزلو نجونو سره د مرستی لپاره د هانکانګ ئيانو شمېر په پر له پسی توګه زيات شوی دی . د جانګ يونګ تينګ په شان زيات شمېرنجوني د دوی د مرستو له لاری وده کړی او وده کوي .

په وروستيو کلونو کې د داخلی مغولستان نجونو ته د هانکانګ ئيانو له خوا برابر شوي پيسی درو مليونو يوانو ته رسيدلی او جوړو شويو ښوونځيو شمير يې له لسو څخه زيات دی چې هر کال په سل ګونو تنو نجونو د چون لۍ له پلان څخه ګټه اخلی .

د داخلی مغولستان د ښځو د ټولنې مرستيالې جانګ شو خوا دا معلومات ورکړل چې په دغه سيمه کې د هانکانګ ، مکاو او تايوان د خلکو تر ملاتړ لاندی تر اوسه پوری د چون لی پلان له لاری څه دپاسه پنځلس مليونه يوانه پيسی تر لاسه شوي او د جوړ شويو ښوونځيو شمېر يې درې دېرشو او د نجونو ټولګيو شمېر يې يو سلو دوه څلويښو ته رسيدلي دي او د مرستی تر لاسه شويو نجونو شمېر يې له درې څلويښتو زرو څخه اوښتی دي .