<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-21 18:05:08    
په بيجينګ کې د چاپيريال د ساتنې فعاليت

cri

هر کال د جون شپږمه نيټه د چاپيريال د ساتنې د نړيوالې ورځې تر نامه لاندې لمانځل کيږي ٠ سږکال په دي ورځ په بيجينګ کې د شين رنګ تګ په نامه فعاليت تر سره شو ٠ په دغه ورځ د بيجينګ دوه لکه تنه هغه خلک چه شخصي موټر لري ، خپل موټر پريږدي او يا په پلي ، يا د سرويسونو ، بايسکلونو او ريل په واسطه کار او بهر ته تګ راتګ کوي چه موخه يي له دې لارې د چين د پلازمينې بيجينګ د شين رنګ اسمان د ساتنې له پاره خدمتونه تر سره کول دي ٠

د مي په پاي کې د بيجينګ د موټر چلونکو يو سل دوه ديرش کلبونواو ټولنو ځانګړو غړو ته بلنه ورکړه چه د جون په پنځمه نيټه د چاپيريال د ساتنې په نړيواله ورځ کې د شين رنګ تګ په نامه فعاليت ترسره کړي او په دي ورځ خپل شخصي موټر و نه چلوي ٠ د في يات په نامه د موټر چلونکو د کلب غړي جيان تاو وويل که هره ورځ داسي موټر چلونکي وي چه خپل موټر و نه چلوي ، نو نه يوازي د موټر د ناوړه ګاز له امله رامنځته شوې ککړتيا به کمه شي ، بلکه په لاره کې د موټرونو د زياتوالي له امله رامنځته شوي بنديزنه به هم کم شي ٠

په بيجينګ کې دغه فعاليت د ټولنې زيات پام ځان ته راوړلي دي او خلکو ته يي ژوره خاطره پري ايښې ده ٠ د بيجينګ د سيا لي په نامه د موټر چلونکو ټولنې مشر هاي لان وويل چه زمونږ د تولنې يو ملګري د بيجينګ د اطرافو د يو غر پر سر وليدل چه د بيجينګ د اطرافو اسمان شين رنګ لري ، خو د بيجينګ د ښاري سمې د پاسه اسمان خړ رنګه او صاف نه دي ٠ هغه دغه دوه منظرې د کمرې په وسيلې سره واخيستلې ٠ د کلب غړو د دغو عکسونو د ليدلو نه وروسته ټولو دا نظر وښو د چه د ټولنې هر يو غړي بايد د چاپيريال مسئلې ته پوره پاملرنه وکړي او په فعاله توګه دي د چاپيريال د ساتنې په فعاليت کې برخه واخلي ٠ د چين د ټولنيزې پلټنې د انستيټيوټ مرستيال ښاغلي لي سياو نيګ وويل چه د هر تن له پاره يو وار د موټر نه چلول د شين رنګ د تګ په نامه د فعاليت پراخوالي او د چاپيريال د ساتنې په فعاليت کې د خلکو د برخه اخيستې څرګندونه ګڼل کيږي ٠ د چين د چنګ هوا پوهنتون د پروفيسر د مرستيال خان لي سين په أند موټر چلول د پلي تګ په پرتله ځاپيريال ته ډير زيات زيانونه رسولي دي ٠ نو که هره مياشت يوه ورځ موټر و نه چلول شي ، نو دا د چاپيريال د ساتنې له پاره يو ډير مهم او حتمي کار ګڼل کيږي ٠ د چين مشهور ټولنيز کارپوه پروفيسر جو سياو ځن وويل چه که په ټوله ټولنه کې د موټر لږ چلول د فخر وړ کار وپيژندل شي ، د بيجينګ په اسمان کې به لوي بدلون رامنځته شي ٠

د جون په لومړي نيټه د نړيوالو وګړو ترمنځ د همکارۍ په هکله د چين پرمخبيونکي ټولنې او د امريکې د چاپيريال د ساتنې ټولنې په ګډه سره په بيجينګ کې دا وړانديز وکړ چه د بيجينګ د اسمان د شين رنګ او د ځانګړي روغتيا له پاره ټول خلک د شين رنګ د تګ په نامه فعاليت کې برخه واخلي ٠ په بيجينګ کې د څه د پاسه ديرشو تصديو سازمانونو، د چين اړوندو کورنيو سازمانونو، پوهنتونونو او پوهنځيو په فعاله توګه د نوموړي وړانديز ملاتړ څرګند کړي او د يو شمير سازمانونو استازيو هم ځاي پر ځاي د شين رنګ تګ په نامه د فعاليت د ترسره کولو ژمن ليکونه لاسليک کړي دي ٠ په دغو ژمن ليکونو کې د بيلا بيلو سازمانونو له ځانګړو کارکونکو او منسوبينو څخه غوښتنه شوې چه هره ورځ تر وسي پوري د ريل ، بسونو او بايسکلونو په واسطه يا هم په پلي توګه کار ته ولاړ شي ٠

د چاپيريال د ساتنې کارونه د هر اوسيدونکي حتمي دنده ده او د چاپيريال ساتنه بايد له ځان څخه پيل کړي چه ددي له پاره دي ته هم اړتيا شته چه زمونږ په ژوند کې ځيني زاړه او وروسته پاتي عادتونه لکه په خپله خوښه کاغذونه غورځول او يا لاړي توکول او داسي نور بي ادب حرکتونه بدل کړي او ځيني نوي او متمدن عملونه خپل کړي ٠