<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-21 19:03:35    
د چين حکومت د سل يا نری ناروغۍ د مخنيوي او درملنې لپاره زياته هڅه کړې او کوي يي

cri

په تاريخ کې د سل ناروغيو د خپريدو له امله څو سوه مليونه تنه مړه شوي وو . د تيرې پيړۍ له پنځمې لسيزې راهيسې د طبي شرايطو د ښه والي او د درملنې د تکنولوژۍ د پرمختګ له برکته دغه خطرناکه ناروغی تر يوې اندازې پوري کنترول شويده ، خو له وروستيو کلونو راپدې خوا په ځينو هيوادونو کې د دې ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي په هکله اړين تدبيرونه نه دي غوره شوي او د لګول شويو پيسو د کمښت او د نفوسو او ګرځندو کسانو د زياتوالي له امله دغه ناروغی چه د ډيرو کلونو لپاره تر کنترول لاندي وه ، بيا د خپريدو په حال کې ده . د چين حکومت په تيرو کلونو کې ددې ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي او درملنې لپاره زياته هڅه کړيده .

نن ورځ کله چه ساري ناروغی په خوله ياديږي ، والګي او د جګر ناروغی په نظر راځي خو د سل ناروغی تر فکر لاندي نه ده . په حقيقت کې د سل ناروغی هم يو ډول ساري ناروغی ده او يو وخت په چين کې سخته خپريده . د تيرې پيړۍ له پنځمې څخه تر شپږمې لسيزې پورې د چين حکومت ددغې ناروغۍ د مخنيوي او درملنې لپاره ډير اړين تدبيرونه غوره کړي چه په پايله کې دغه ناروغۍ تر يوې اندازې پوري تر کنټرول لاندي راغله .

د چين د روغتيا وزارت مرستيال وانګ لونګ ده وويل زمونږ په هيواد کې د سل ناروغی خپريدا ډيره سخته ده چه د ناروغانو شمير يي په نړۍ کې له هند نه وروسته دوهم ځاي نيسي . د روغتيا وزارت د شميرنې له مخې اوس په چين کې د سل څلور نيم مليونه تنه ناروغان شته چه د هيواد د عمومي نفوسو په سلو کې صفر اعشاريه

څلور ديرشمه برخه نيسي او هر کال يي له امله يو لک ديرش زره تنه ناروغان مړه کيږي چه دغه شمير د نورو غاروغيو له امله له مړه شويو کسانو څخه زيات دی.

د تيرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې د سل ناروغۍ د مخنيوي لپاره د واکسين د تطبيق پلان پلی شوی او ښه پايله تر لاسه شويده . خو اوس ولی دومره زيات کسان د سل په ناروغۍ اخته شويدي ؟ د کارپوهانو په أند د واکسين په اجرا کولو سره يوازي په دې ناروغۍ د ماشومانو د اخته کيدو ميزان کميږي او د لويانو لپاره کومه زياته اغيزه نه لری . نو د سل ناروغۍ د مخنيوي بنسټيز تدبير د سل ناروغانو موندل او درملنه کول دي چه د خپريدو سرچينه يي کمه شي . د چين حکومت د دغې خطرناکې ناروغۍ د څارنې ، د طبي کارکوونکو د روزلو او د دې ناروغۍ د مخنيوي او درملنې په باب د معلوماتو د برابرولو په ګډون تدبيرونه غوره کړي او د تير کال د جنوري په مياشت کې يي په انترنيت کې د سل ناروغۍ په شمول د ساري ناروغيو د حالت په تړاو د خبرتيا نظام پلی کړی او ددی څنګ حکومت هغو کليوالو ډاکترانو ته جايزه ورکوي چه د سل ناروغان يي موندلی دي .

د سل ناروغانو د پر وخت موندلو تر څنګ له دوه زره لومړي کال څخه په چين کې دا غوره تګلاره پيل شوه چه د سل ناروغانو ته وړيا معاينه او درملنه برابريږي . هر کال مرکزي حکومت پدې کې څلويښت مليونه يوانه چه له پنځو مليونو امريکايي ډالرو سره برابر دي ، ځانګړي پانګې ولګولې او په وړم کال کې دغه تخصيص دريو سوو مليونو يوانو ته زيات شو . د روان کال په جنوري کې په چېن کي د سل ناروغۍ د اداره کولو په هکله معلوماتي نظام او د موندل شويو ناروغانو په هکله ارشيف جوړ کړی  

د سل ناروغانو د درملنې په وخت کې چين د نړۍ د روغتيايي سازمان لخوا ټاکل شوې لاره پلی کوي يعني ناروغان بايد د څارونکي په وړاندي اړوند درمل وخوري . اغلي چيو څيوې لي د بيجينګ د يوه روغتون د سل ناروغۍ يوه ډاکتره ده او د دغې ناروغۍ د درملنې څارونکې هم ده . هغې وويل غواړم چه ناروغان هره ورځ د درمل خوړلو لپاره زما څانګې ته راشي ځکه که ناروغ کومه ورځ درمل و نه خوري ، د ناروغۍ حالت د سختوالي پرته د نورو درملونو په مقابل کې حساس نه دی . د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره ډير مهم ټکی دا دی چه د درمل خوړلو موده بايد و نه ځنډيږي ځکه دغه موده نسبتأ اوږده ده چه نيم کال دوام مومي .

د چين حکومت د کوششونو له امله په چين کې د سل ناروغۍ د درملنې حالت په څرګند ډول ښه شويدی او د تير کال تر پايه پورې په چين کې په سل ناروغۍ د اخته شويو ناروغانو د جوړيدو ميزان په سلو کې يو نويو ته ورسيد چه دغه برياليتوب د نړۍ د روغتيايي سازمان لخوا وستايل شو .